کور / تازه خبرونه / موضوع: ورځپاڼو ته کتنه

موضوع: ورځپاڼو ته کتنه

 

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۱۹ نیټه.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په ننګرهار ولایت کې د تیرې ورځې پیښې ته په اشارې چې په ترڅ کې د ملي اردو سرتیرو په عامو دوکاندارانو ډزې وکړې، لیکلي دي چې دا د افغان وژنې نوې ابتکار دې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د سپینو فاسفورسو د کارولو په مسلې بحث کړې او پدې ترڅ کې د الجزیرې د ټلویزیوني چینل د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې ددغو کیمیاوي موادو په کارولو اعتراف کړې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو ترمنځ په سیالیو تبصره کړې او لیکلي دي چې جمهوري ریاست ته امیدارو کاندیدانو سر له اوسه خپلې مبارزې پیل کړیدي.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې عامه افغانانو ته په ورپیښو ګواښونو تبصره کړې او پدې ترڅ کې په جنګ کې له ټولو ښکیلو اړخونو نه غوښتې دي چې د عامه خلکو امنیت ته پاملرنه وکړي.


ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زیاته برخه کې له ازبکستان نه د وارداتي برښنا د بهیر د پرانستنې مراسمو ته ځانګړې کړې پکې د ولسمشر کرزي په ګډون جګپوړو دولتي چارواکو ګډون کړې وو.

د ورځپاڼې په وینا ددې پروژې له بشپړیدو سره د برښنا له پلوه د کابل، مزارشریف، ایبک، پلخمري او د بغلان د ښارونو اړتیاوې پوره کیږي.

ورځپاڼې د اوبو او برښنا د وزیر په حواله وړاندې لیکلي دي چې کابل ته ددغې برښنا له رسیدو وروسته به لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ته د هغې د لیږدولو کار پیل شي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف وروستیو څرګندونو ته په اشارې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، ډیره عجیبه ده هغه طالب په افغانستان تپل کیږي چې د پاکستان له حکومت سره سوله کوي او د افغانستان په خلاف د جګړې ژمنه تکراروي.


ورځپاڼې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه په یو مطلب کې د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال به حواله چې اوس مهال د مسکو په سفر بوخت دې لیکلي دي چې امریکا او ناټو باید خپلې تیروتنې ومني.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د استاد خلیلي په حواله لیکلي دي چې د عامه خلکو مرګ ژوبله د جنګ پایله ده او دوې له دې بابته ډیر اندیښمن دي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کابل جلال اباد په لویه لار د کندهار د ولایتي شورا په مشر شوې حملې ته په اشارې د لویو لارو د امنیت ډاډمنول مهم بللې دي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د کابل جلال اباد د لوې لارې امنیت د هغې سوداګریز اهمیت ته په پام خورا مهم بللې دې.
 



د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په جلال اباد کې د ملي اردو د سرتیرو لخوا رامنځ ته شوې پیښې ته په اشارې لیکليدي چې ددفاع وزارت د وژل شویو کسانو له کورنیو نه بښنه وغوښتله.


د ورځپاڼې په وینا پدې پیښه کې د ملي اردو سرتیرو درې دوکانداران وژلي او یو بل يې ټپي کړې دې.

ورځپاڼې په پاکستان کې روانو حالاتو ته هم کتنه کړې او پدې ترڅ کې پوښتلي دي چې طالبان د پاکستان کومې سیمې په واک کې لري.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد پخپله سرمقاله کې د سوات د سیمې له بیځایه خلکو سره د مرستې لپاره د افغان کابینې د تیرې ورځې پریکړې ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان د ښه ګاونډیتوب په اصولو کلک باور لري.

خو اصلاح بیا په هیواد کې د مخابراتي ټکنالوژۍ ودې ته په اشارې د مخابراتو د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي دي له دغې ټکنالوژۍ څخه باید مثبته ګټه پورته شي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د روان جنګ بڼې ته کتنه کړې او هغه يې ددې لپاره غلطه بللې چې تراوسه بریالۍ نه وه او نه يې هم د خلکو غوښتنې پوره کړیدي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په پاکستان کې د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو د غونډې نتایجو ته کتنه کړې او د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادي چارو د رئیس په حواله يې لیکلي دي چې دا نتایج قانع کوونکي وو.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې لیکلي دي که چیرې د افغانستان د ستونزو ریښې وویستلې شي نو سیمې ته ورپیښې ستونزې به هوارې شي.