کور / تازه خبرونه / خوست: ملي امنيت وسلې او مهمات نيولي دي

خوست: ملي امنيت وسلې او مهمات نيولي دي

نن يکشنبه د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ کې د ملي امنيت چارواکو زيات شمېر وسلې او مهمات نيولي دي


   پدغه وسلواو مهماتو کې يو ميل راکيټ  ، درې ميله کلاشنکوف ، ٧٦ د راکيټ مرمي ،٦٥  روسي او ايراني لاسي بمونه يو توغندی ١٣ صندوقه د پيکه ماشين مرمۍ او يو زيات شمېر د نورو وسلو مرمۍ شاملې دي 


چارواکي وايي چې دغه وسلې اومهمات يي د يعقوبيو ولسوالۍ د مکتب بازار ترڅنګ له يوکور څخه تر لاسه کړيدي خو په تور يې تر اوسه څوک ندي نيول شوي او په نيولو پسی يی پلټنې روانې دي


  د يادونې وړده چې د تيروڅو ورځو راهيسې په يعقوبيو ولسوالۍ کې عمليات روان دي چې  په ترڅ کې يي تر ديرشو زيات شکمن کسان اوزياتې  وسلې نيول شويدي