کور / تازه خبرونه / ملا محمد عمر: منصور دادالله له دندي ګوښه سو

ملا محمد عمر: منصور دادالله له دندي ګوښه سو

ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو لوي مشر نن د مرغومي په اتمه مطبوعاتو ته په يوه راليږل شوي اعلاميه کې ويلي : ،، منصور دادالله په خپلو اجراتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه اطاعت نه کوي . او داسي کارونه اجراکوي چي د اسلامي امارت داصولو سره سر نه خوري . او په همدي خاطر مو دا پرېکړه وکړه چي نور منصور دادالله په اسلامي امارت کي کومه دنده او مسوليت نه لري .


د دي نه روسته دي هيڅوک هغه ته د اسلامي امارت د يو مسوول په نظر نه ګوري .،،


 د ملا عمر اعلاميه مطبوعاتو ته د طالبان د ويندويانو له خوا ورکړ شوي ده .