کور / تازه خبرونه / ارزګان:طالبانو ملي اردو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ارزګان:طالبانو ملي اردو ته مرګ ژوبله اړولې ده

طالبانو تيره ورځ[ مرغومي ٧مه ] په دهراود کي د ملي اردو ځواکونو په يوه مېشت ځاي توغند وتوغول او په ترڅ کې يي د ملي اردو يو سرتيرۍ ووژل شو . د ملي اردو د خبرپاڼي په حواله د ملي اردو يوشمير سرتيرو چي تيره ورځ د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالي کې د طالبانو تر بريد لاندي راغلل او په نتيجه کې يو سرتيرۍ سخت ټپي شو. ولي په خبرپاڼه کي طالبانو ته د مرګ ژوبله په اړه څه ندي ويل شوي.


د يو بل خبر په اساس ملي اردو ځواکونو په يوه بل محاربه وي فعاليت کي په هلمند ولايت کي د يوي نښتي په لړ کې د طالبانو يو قومندان چي ملا صدام نوميده و وژل شو . او په دي لړ کې ملي اردو ځواکونو يوه د مهماتو ډيپو هم کشف او نيولي ده .


خوطالبانو تراوسه په دي اړه څه ندي ويلي .