کور / تازه خبرونه / زابل: دوه وسله وال وژل شوي او ١٦ نور نيول شوي

زابل: دوه وسله وال وژل شوي او ١٦ نور نيول شوي

افغان او ايتلاف ځواکونو تيره شپه [ مرغومي په ٨مه شپه] د زابل ولايت مرکز قلات ښار د ملخيانو په سيمه کي عمليات پيل کړي وه . د عملياتو په لړ کې طالبانو په عملياتو کې ښکيلو ځواکونو باندي ډزي وکړي . چي د ايتلاف ځواکونو د خپرپاڼي په قول : په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي ، نه کسه شکمن نيول شوي او يوه ښځه هم ټپي شوي .


خو د زابل ولايت امنيي قومندان محمد يعقوب وايي : د ملا قيوم په شمول دري طالبان هم ټپيان شوي او ١٦ نور شکمن نيول شوي .


خو د طالبانو ويندويانو تر اوسه پوري کوم غبرګون په دې اړه نه دي ښوولي.