دماين چاودني پنځو ملكي كسانو ته مرگ ژوبله واړوله

د لراوبر اداره | دسمبر 30th, 2007


تيره ورځ دهلمندولايت دمارجه په ولسوالى كى دسړك پر غاړه ديورمنونټ كنترول ماين دچاودني له امله  پنځو ملكي كسانو ته مرگ ژوبله واړوله دغه وژنه هغه مهال رامنځ ته سوه كله چي دملكي كسانو يو كوروالا موټر پرسړك باندي دتيرېدوپه حال كى وه .


ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال دچاودني دتأيد ترڅنگ زياته كړه چى تيره ورځ دهلمندولايت دمارجه دولسوالۍ پر عمومى سړك ديوملكى كسانو پر كورولاموټر باندى دريمونټ كنترول ماين په واسطه يوماين چاوديدلى چى دچاودنى له امله دوه تنه مړه اودري تنه ژوبل سوى انډيوال زياته كړه چى تردامهاله يي په دى تور څوك نه دى نيولى ولى په هكله يي دپوليسوله خوا سختى پلټنى روانى دى .


خوپه سيمه كى ځايي اوسيدونكوچى دنوم له ښودولوڅخه يي ډډه كوله وژل سوى اوژوبل سوى كسان ټول دپخوانى امنيه قومندان عبدالرحمن صابر دزوى ولى جان صابر ملگرى وه ښوده .


داچى دوسلوالوطالبانوويندويانوڅه نه دى ويلى خودځايي وسلوالوطالبانويوقومندان ملا جان محمداخند وويل چى په دغه چاودنه كى ديوقومندان په شمول څلورتنه حكومتى سرتيرى وژل سوى .


خودهلمندولايت امنيه قومندان ددوى دغه ادعا رد كړه او وويل چى ټول ملكى كسانو ته مرگ ژوبله اوښتى ده .


ديادونى وړده چى دهلمندولايت مركزلښكرگاه ته څيرمه  دبولان په نوم سيمه كى يوه مياشت وړاندى هم دملكى كسانو پرسراچه موټر دماين يوه چاودنه وسوه چى دچاودنى له امله يوتن مړ او درى تنه ژوبل سوى وه .


عزيزاحمد شفيع – هلمند  ۹-۱۰-۱۳۸۶

Copyright Larawbar 2007-2024