لومړى ليک
داستاني ليک
سلامونه، هيله ده ښه خوشحاله به يې، ګرانې زه هم ښه يم، روغ يمه، خوشحاله يمه …
ډېره زياته موده وشوه چې نه ليک، نه کوم احوال نه کوم خبر… نن مې زړه تنګ شو، سره له دې چې پوهېږم ليک مې درته نه رسېږي خو زه يې ليکم، خداى خبر که درته ورسېده؟
ريښتيا څو مې له ياده نه وي وتي وليکم چې، اوس هم کيسې ليکم، ستا خو ياد دي چې زما څومره کيسې خوښې وې او خپله مې هم څونې زياتې ليک کړې، اوس يې هم ليکم، وېب پاڼو ته ځي خپرېږي، مګر باور وکړه چې يې هېڅوک نه لولي، زياتره خو راځي ها خپل ليکلي لولي بېرته کړکۍ وتړي ځي، ځينې نور چې يې وهم لولي خوښيږي يې نه، او د (خوښه مې نشوه) نظر ورکړي. باور وکړه زړه مې درد کوي، هر څو چې غواړم ښه وليکم، نشمه ليکلاى، دا پرون هم يو ليکوال راته ويل: کيسې مه ليکه، ته پرې نه پوهېږې، ستا کيسې پيغام نلري، زه به درته څه وايم دا اوس مې هم سترګو کې اوښکې راځي. ستا خو په ياد دي چې طبيعت سره مې جنګ وو، ما به بله لار نه لرله، کيسه به مې ليکله او هلته مې ګيلې کولې، خو اوس خلک وايي کيسې مه ليکه پيغام نلري.
د لور خو مې ويلي وو چې ډېره ژاړي دا اوس هم ژاړي، کوټه سخته ګرمه ده، له کړکۍ نه د کابل د کوڅو بوى کوټې ته نېغه راځي، ګرمي نوره هم زياتېږي په لاسو کې مې د فرانز کافکا کتاب دى، کافکا د کلي ډاکټر داستان کې مخ په کلي ځي، اسونه يې هم ستړي دي، ناروغ هم ډېر ناروغ دى، همدا اوس يې اسونه د کوټې کړکۍ ته ګوري او ډاکټر د ناروغ له څنګ سره ولاړ دى، دلته زما کوټې ته نرى باد را ننوځي، سګرېټ مې ګوتو ته رانږدې کيږي… ريښتيا ډاکټر په بېړه له جونګړې وځي او په بګۍ کې په چټکۍ سپريږي، يخ هم دى او واوره وريږي، فرانز کافکا د خپلې کيسې په ډاکټر کې پټ شوى او په تياره کې له سترګو پناه شو.
نور به نو څه ليکم، وايي ګيله د کمزورو کار دى، زه درته ليکم، ستا له ليکو پرته به نور هېڅ نه ليکم، غواړم چې مړ شم څوک ونه وايي چې کيسه يې هېڅ په درد نه لګي، هغه ليکوال ويل ليو تولستوى هسې د جګړې او سولې ناول ليکلى، استاد شپون ته هم قاريږي، وايي خپلې خاطرې ليکي، وايي هېڅ په درد نه لګي، څوک ترې څه نه زده کوي، اوس زه هم نه پوهېږم، څنګه وليکم، هغه ليکوال ويل استاد غضنفر د خودکشۍ کيسې په ليکلو خلکو ته وويل چې خودکشي مه کوئ…
ريښتيا پوهېږم د هغه ځاى فضا د بياراتګ نده، ليک هم نه درځي سلام هم نه رسي، خو پوښتنه لرم، وليکم که نه زماګرانې، دلته اوس خلک نور څه غواړي، کيسې ته کليشه وايي، تکرار نه مني، د پخوانيو کيسې مزه نه ورکوي، زه غواړم له غوريانو وليکمه، د کروړ لمسى کيسې ته راولم پرې هند ونيسم، غواړم د هغه وخت توره راواخلم د خپل وخت د الوتکو او ټانګونو نندارچيانو ته يې وښيم او ووايم چې هغوى هم موږ غوندې وو…
ريښتيا دا هم نه ليکم، پيغام نلري، خلک به بيا څه وايي چې څه ګټه؟ ولې ليکې؟
زه نور هېڅ نه ليکم، کيسې مې نه لولي څوک، بل څه ليکلاى نشم، شعر مې برخه نده، سياست پيچلى شوى، فلسفې ته مې د سر ماغزه لږ دي بسنه نکړي، تاريخ مې ياد دى خو په درد نه لګي اوس وايي له نن وليکئ، رياضي او ټکنولوجۍ کې هم ماغزه ډېر په کار دي، خو نه پوهېږم…
اوس نه پوهېږم خو په پاى کې بيا وايم هيله ده خپه پرې نشې، هيله ده خوشحاله به يې او زه په پاى کې يو وار بيا ليکم چې ډېر ښه يمه، روغ يمه خوشحاله يمه
خو…
ته باور مه کوه
کابل
د ١٣٨٨ کال د غبرګولي دوهمه