حالات چې اوورین شي

سعيد لودين | مې 22nd, 2009


بيګاپه نیمه شپه کې دزګيرويوشورراويښ کړم
زمونږدګاونډکورکې دسلګيوشورراويښ کړم
پرون په هــغه لـرکلې کې زوږ ووداتـڼو
خـونن پکې جګړه وه دګولیوشورراويښ کړم
هـاسوی چنارګورې داتک شين لکه سپرلی وو
سهاربه پکې ناستو دمرغيـوشورراويښ کـړم
داژوره کنـده نه وه درڼـواوبـو چيــنه وه
چاپېربه پرې دکلي دجيـنيـوشورراويـښ کړم
حالات چې اورورين شي اونفرت په غورځنګونو
تعجب دی چې دشعر دښاپيروشور راويښ کړم

Copyright Larawbar 2007-2024