کور / شعر / خوږ من

خوږ من

څاپيړي مـې په ژوند خوړلــي با ري ډېـــري
پر حال زما لا كړي اسمان دي زاری ډېري

د ژوند په څرخابو كې غوټه سوی پورته سوى
زما پر دغه حـال مي رقیب وهـلي نارې ډېري

ګوره دې اسمان ته بيا نه كوي پروا د چا
په ما غوندي ځپلي و هلي کوکاري ډېري

څرګندمې په ازل كـې راغلی دغه كار دى
بدلون مومي دا كله٬ خو زمادي نارې ډېري

بيـلتانه رابانــدي وكړې خپــلي بدي چـــاري
تر اوسه لا هم سته ٬ ددې زخمو نېښانې ډېري

څـوڅـو ځلي يم اوم سـوى بېرته بيا پوخ سـوى
په وهـلو مـې سيالانو وکړې بغاري ډېري

ما! بیا په نړۍ کي٬ ازمایلي ډېر کارونه دي
تر یوه كار خبري آغيزناکه نه وي ډېري