هغه کډوال چي په وروستيو دوو اوونيو کي د سوات له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو له امله د پېښور د جلوزو کمپ ته مهاجر سوي دي د خوړو له کمتيا سره مخامخ دي .
د اسوشيټيډ پريس د خبر له مخي د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن وويل چي امريکابه په سيمه کي د طالبانو د له منځه وړلو د ستراتيژۍ د يوې برخي په توګه د سوات بې ځايه سوو مهاجرو ته د ۱۱۰ مليونه ډالرو بشري مرستي وليږي .
د يادوني وړ ده چي له سوات او شاوخوا سيمو څخه يې د پاکستاني پوځ او ځايي سخت دريځو تر منځ د جګړې له امله پنځلس لکه عام وګړي له خپلو کورونو او کروندو تېښتي ته اړوتلي دی ، په ځينو سيمو کي اوس هم جګړې رواني دي .