کور / شعر / غزل

غزل

چې دا خم ،دا مېخانه او دا خمار وي
ساقي تل به دې په در دا بير و بار وي
کاسې ماتې مې يو څو په څنګ کښې کېږدی
هسې نه چې هلته هم دا کاروبار وي
چې ګذر پرې د يار نه وي نو ئې څه کړم
په چمن کښې که خزان وې که بهار وي
ستا له لوري راروان ستړې دې نشي
پرواه نه کړي که رقيب وي که رېبار وي
ما منلی هر انجام دی ددې لارې
يا به در وي د ليلا او يا به دار وي
نه دلبر دی نه دلدار ,بس سوداګر دی
خرڅوونکی که د زړه ،که خريدار وي
دام د زلفو ئې کړ خور او انتظار کړي
را روان ګوندې مين بيا په دې لار وي
 
پښاور ٢٠/٥/٢٠٠٩