کور / تازه خبرونه / کندهارکې آنارګل مشاعره ترسره سول

کندهارکې آنارګل مشاعره ترسره سول

په کندهارکې دانارګل دودېزه مشاعره دلراوبرپښتنوشاعرانواوليکوالوپه ګډون ترسره سول .
آنارګل مشاعره  له تيروشپږوکلونوراهيستې په کندهارکې لمانځل کيږي .


مشاعره دسهارپراته بجوپيل اودمازيګرترڅلوربجوپوري يې دوام وکړ چې په زرګونوتنوپکې ګډون کړى وو.


په همدې مناسبت ولسمشرحامدکرزي په خپل پيغام کې چې دکندهاردوالي پوهنوال توريالي ويساله لوري ولوستل سو،دلوى کندهارپه لمن کې له پرتوستونزوسره سره ددغسي آدبي هڅوستاينه کړې وه .


نوموړي دټولنې پرټولووګړواوپه خاص ډول پرليکوالواوشاعرانوباندي ږغ کړى وچې دخپل رسالت له مخې دي  دخپل افغاني کلتوردساتلو،دپوهي په وده ،سوله ،يوالي اودهيواددپرمختګ په لارکې دي  خپل هڅونکې پيغامونه ترټولنې پوري ورسوي .


دکندهاروالي پوهنوال توريالي ويساپه خپلوخبروکې دپښتوآدب دوتلوڅېروپه يادونه سره  ټولوفرهنګيانوته پخپل خطاب کۍ وويل چې دامهال هيوادتربل هرچاددوى هڅواوزيارته زياته اړتيالري ،چې دعامه ذهنتونوپه تنويرېدوکې خپل رغنده رول ترسره کړي .


ترويناوو وروسته درنه مشاعره پيل سول چې دلراوبرپښتنوشاعرانوله لوري پکې  ترډيره پوري دآنارګل په ستاينه کې شعرونه ولوستل   .


دبري پښتونخواڅخه راغلوشاعرانوپخپلوشعرونوسره مشاعره په تودو احساساتوراوستل .
ورپسې دټنګ ټکوربرخه پيل سول چې په پيل کې نعمت الله کندهاري پخپلومحلي سندروسره مشاعره زياته توده کړل .


دغې مشاعرې ته په هيوادکې ددننه ټولنودپيغامونوترخواله هيوادڅخه دباندي مسافروافغانانوهم خپل پيغامونه راليږلي وو.


ټاکل سوې وه چې دغه مشاعره دارغنداب والسوالۍ دباباولي صاحب دزيارت په پارک کې دآنارتردرختولاندي  اودارغند درود پرغاړه ولمانځل سي خو له طمع برخلاف دښارپه منځ دمنډيګک په ماڼى کې دغه مشاعره ترسره سول .


دمشاعرې دځاى دبدلون لامل دکندهارداطلاعاتواوکلتور ريس هغه بمې چاودنه وبلل چې تيره ورځ  پدغه سيمه کې رامنځ ته سول اودمشاعرې ټاکل سوي ودانى ته يې دروندزيان واړاوه .