کور / z_buitenland_news -- 5 / د بېنظير بوټو زوی د پيپلز پارټۍ مشر وټاکل سو

د بېنظير بوټو زوی د پيپلز پارټۍ مشر وټاکل سو


د پاکستان د خلکو ګوند نن په يوه خاصه غونډه کي د پيپلز پارټۍ د وژل سوي مشري بينظير بوټو زوی بلاول بوټو زرداري د شل کاله عمر لري او د انګليستان داکسفورډ پوهنتون محصل دی د پيپلز پارټۍ د مشر او بېنظير بوټو د ځای ناستي په توګه وټاکئ .



بلاول لومړی غونډي ته د خپلي مور وصيت ولوست چي ورکي  ويل شوي وو د بېنظير د مرګ وروسته به د هغې مېړه اصف علي زرداري د پيپلز ګوند مشري په غاړه اخلي خو اصف علي زرداري د ګوند له مشرۍ منلو څخه ډډه وکړه او ويې ويل چي ددوی زوی بلاول دي د ګوند د مشر په توګه وټاکل سي ، د  غونډي له خوا دده وړانديز ومنل سو او بلاول بوټو زرداري د پيپلز پارټۍ مشر او بېنظير بوټو ځایناستی وټاکل سو .