کور / شعر / دوه شعرونه

دوه شعرونه

غزل


     ماذديګرهغه ماذديګرؤخارونه ښكارېده.
   كوڅې هغه وې ماشومان موپكښې نه لوبيده.
   دګودرغاړوكښې اغزي غېږه په غېږراشنه ؤ.
لارې خووې خوپكښې مات كودړي نه ښكاريده.
     كلى هم هغه شانې كلى ؤبدل خو نه ؤ.
    خومستانه مې پكښې يوځلمى هم نه وليده.
     واړه خفګان ؤواړه ويرؤاوبلوا خواره وه.
     يوبه چه لاړونوپه دې لاربه بل نه تېرېده.
  هغه په ځمكه كې خخ شوى لكه ستورى آرمان.
    ماوېل راشين لكه چناربه وي خونه شغيده.
نورخو مې هېڅ ترسترګونه شول دخپل كورله څنګه.
      يوڅه پرادئ اوازراته خوماونه پېژانده.
   هغلته ډېربدل سړي لكه په خيال كښې ديوان.
   بس ډلې ډلې تېريده خوڅوك پرې نه پوهيده.
  شباب شباب فريادمې ځكه له خولې برراؤوت.
   چې مې دزړه په دې واړوپاڼوكښې نه ځايده.


 


 ګودرموپه ژړا شو



آى دزړونوخاوندانوپښتنوملګروڅه شوي.
كلئ كورموپه ژړادى اوګودرموپه ژړاشو.
ستادپلارپه ميله ګرزي دشين سترګوكاروانونه.
دانګريزله قدمودځمكې مو په ژړا شو.
دغمونوتوركارغه يې ستادزړه ترباغه راوړ.
ورځ اوشپه په چيغوسرده اوسهرموپه ژړاشو.
چه ناره دحق كړې پورته له يومخې ترهګرشي.
ستاډاګونه په اورسوځي ټول ټبرموپه ژړاشو.
له هوسيواورمكيودزمري په منډوسرؤ.
نن ګيدړورته بلوسيږي هرنښترموپه ژړاشو.
ستامورچل څه ډبرين ؤالوتكې ترې كږې تلې.
هرمورچل په فريادسردى سمه غرموپه ژړاشو.
دمستۍ په خوب ويده وي له بګرامه خبرنوي.
كنړونه په ژړادي ماهيپرموپه ژړاشو.
قندهاردغيرت كورؤپه هيڅ غم يې پروانوه.
دغزني دزيارتونومنجورموپه ژړاشو.
دهلمنداوښكې دلاړې ترګريوانه شولې تېرې.
ستاپكتياله ژړامړه شوه مخورموپه ژړاشو.
ننګرهاردګلوزاردې بې ګريوانه بې تڼۍ شو.
ستاپاميرپه سلګۍ سردى اوخيبرموپه ژړاشو.
نه پوهيږم آى پښتونه پولادي توره دڅه شوه.
داټك څپې سړې شوې پېښورموپه ژړاشو.
داموشمال ورك شوى دغربيانوپه توپان كې.
دادرب امتحان ګوره شملورموپه ژړاشو.
پاڅه يوشه آى پښتونه خوله اوزړه دسره يوګړه.
ګني ګورې به چى وينه اوځيګرموپه ژړاشو.