کور / شعر / غزل

غزل

عايشه رڼا مومند  Aisha Rana Momand


ماسره زړه کی تل رازونه لری
ماته ماضی نه فریادونه لری
ماته ژړا لری دردونه لری
څه نیمخوا دی زما ګرانی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


خوند د سپرلو ورنه خزان اخیستی
بیلتون د مینی ورنه ځان اخیستی
د یار ټپو ورنه درمان اخیستی
دژوندون لاره کی حیرانی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


څومره به لاری د خندا څارینه
څومره تقدیر به دا زما څارینه
څوبه په تمه بی وفا څارینه
څوبه تر څوبه وی بدنامی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


لاپه دریاب کی ډوبیدل وینمه
لاله غموسره ژړل وینمه
څوبه ساحل ته خوب لیدل وینمه
څو به سلګی وهی ستومانی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


ربه له تانه زه همت غواړمه
کمزورو هیلو ته قوت غواړمه
زه له اغیاره بغاوت غواړمه
څوبه په ژبه دا ویرانی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی