کور / تازه خبرونه / وسلوالو طالبانو دپوليسو اشپز وواژه

وسلوالو طالبانو دپوليسو اشپز وواژه

دهلمندولايت شمال ختيځ ته دگرشك په ولسوالۍ كى تيره شپه وسلوالوطالبانودپوليسويوتن اشپزپه داسى حال كى وژلى چى  خپل كور ته پلۍ روان وو.


دهلمندولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل چى وژل سوى كس دپوليسواشپز وه چى تيره شپه خپل كورته پلۍ روان و چى دوسلوالوطالبانو له خوا ترور سوى .


انډيوال زياته كړه چى تر دامهاله په دى تور څوك نه دى نيول سوى خو ولى دپوليسو له خو پلټنى روانى دى .


خودوسلوالو طالبانو ويندويانو تردامهاله څه نه دى ويلى .


ديادونى وړده چى په هلمندولايت كى دالومړى ځل نه دى چى دوسلوالوطالبانو له خوادى پوليس وژل كيږى خو ولى دالومړى ځل دى چى وسلوال طالبان دپوليسو يواشپز وژنى .


 ۱۰-۱۰-۱۳۸۶