کور / تازه خبرونه / كه مو ښار او سيمي ته پاملرنه ونسي نو…

كه مو ښار او سيمي ته پاملرنه ونسي نو…

د زابل اوسېدونکي::: كه موښاراوسيمي ته پاملرنه ونسي نونوربه هم وكړيږو


زابل چې دكابل په سويل كې پروت غرني ولايت دي اوسيدونكي يې له مركزي دولت اونړيوالي ټولني څخه ګيله من دي چې ددوى له طمع برخلاف يې هغه څه ندي كړي چې داولس غوښتنه وه .


دزابل دزياتواوسيدونكوپه ليدولوسره به انسان هك پك پاتي سي چې څنګه يې پرڅيرودوروسته پاتي والي ،نااميدي اوغمونوڅپي غلبه كړي .


پدغه ولايت كې ترټولوستره نيوكه پرولايتي اداره ده چې دخپلواړوندواداروپه سركې يې داسي كسان په دنده ګمارلي چې خپلي ورسپارل سوي چاري ندي ورباندي پاللي .


په زابل كې دبريښنادپروژي يوه انجنيرعتيق الله لراوبرته وويل چې كه يوڅوك په ټول كلات ښاركې وګرځي نونه به هم ديوه واټ نوم پيداكړي اونه به هم دچاپدي اړه يوه لوحه ترسترګوسي .


انجنيرعتيق الله زياته وي چې په هرهيوادكې دكلتورچارواكې مسئوليت لري چې په ټولوښارونوكې تاريخي ځايونه ،واټونه اومشهورشخصيتونه په نښه اودعامه پوهاوي لپاره ورباندي لوحي ځوړندي كړي ،خوپه زابل كې به دموقتي او انتقالي دوروپه تيريدواودجمهوري دورې په دوام داسي هيڅ څه هم دچاترسترګونه سي .


دكلات ښاريوهټي وال محمديوسف بيادزابل له ښاروالى څخه ناخوښه دي وايې چې دښاركوڅي ،عمومي واټونه اوكانالونه له يوه ښارڅخه دلري پراته كلي شكل لري اودكال په ټولوپسلونوكې  ددوړواوخرابي هواسبب ګرځيدلې .


دسيوري والسوالۍ ديوى ملي كورني غړي شاه محمودخان هوتك دملي شخصيتونودناستي  اودنامتوځايونويادونه كوي وايې چې په زابل كې مشهورتاريخي ځايونه سته اودولت يې بايدوساتني ته تربل هرڅه زياته پاملرنه وكړي .


شاه محمودخان هوتك دنموني په ډول له هغي تونګاچې (لوړي څوكي)اودرختي څخه يادونه وكړه چې ميرويس نيكه له خپلوملګروسره لمړني جرګه ورباندي كړي اواوس يې يوازي لږنښي ترسترګوكيږي .


نومه وړي وايې چې دولت په هره برخه كې اړوندي څانګې لري اودهري اداري بيل بيل مسئوليتونه په غاړه دي .


شاه محمودخان هم دزابل دنورواوسيدونكوپه څيرنظرلري وايې چې كه مركزي دولت اوولايتي اداره دخپلومامورينوپه ټاكنه كې له ديقت څخه كارواخلي نوهرڅه به  ډيرژرپر خپل ځاي سي .


كله چې مو په زابل كې له خلګوسره خبري كولي له منځ څخه يې ډيرى كسانوويل چې كه موښاراوسيمه داوس په شان له پامه غورځيدلي وي نونوربه هم له كړاونوسره مخ سو.


زابل چې دهيوادپه كچه يې ترټولوستري نښلونكي لاري ته په خپله غيږكې ځاي وركړي غرني زراعتي ولايت دي چې په لږپاملرني سره زيات څه پكې ترسره كيدلاي سي .