کور / تازه خبرونه / ددولت مخالفين اوس دپوليسوجامي كاروي

ددولت مخالفين اوس دپوليسوجامي كاروي

په كندهار كې ددولت وسله والومخالفيونودپوليسي  جاموڅخه په ګټه اخيستنه شپاړس تنه پوليس لمړي تښتولي اوبيايې وژلي دي .


پيښه دكندهارپه ميوندوالسوالي كې رامنځ ته سوي ده .


دكندهاردپوليسومامورين پدي اړه له زياتوجزياتووركولوڅخه ډډه كوي خواوايې چې تيره ورځ يوه ډله وسله وال كسان چې دپوليسويونيفورم يې په تن وپه ميوندوالسوالۍ كې دورځي ناوخته پوستي ته ننوتلي اوترلږناستي وروسته يې پرپوليسوبريدكړي اوله ځان سره يې ژوندي برمته كړي و.


دكندهاردپوليسوچارواكې وايې چې تازه راپورونه ښه يې چې شپاړس واړه يرغمل سوي پوليس وژل سوي اودوى يې دجسدونودپيداكولوپه هڅه كې دي .


دپيښي مسئوليت وسله والوطالبانوپه خپله غاړه اخيستي .