کور / تازه خبرونه / هلمند:دوه پوليس وژل شوي او څلور تپيان دي

هلمند:دوه پوليس وژل شوي او څلور تپيان دي

موسي کلا: دوه پوليس وژل شوي او څلور تپيان دي


       د هلمند ولايت د موسي کلا ولسوالي په کاريز په کلي کې نن سحر په نه بجو[مرغومي په ١٠مه]  د پوليسو يو موټر د سړک تر غاړي  په ريموت کنترل ماين والوزول شو ، چي  په نتيجه کې دوه پوليس ووژل شول او څلور ټپيان شوي دي .


      د موسي کلا د ولسوالۍ سرپرست ولسوال حاجي پير محمد وويل : ماين نوي په سيمه کې ځاي په ځاي شوي وو.


      خو ذپيح الله مجاهد، ددي تر څنګ يي چي   د پيښي پړه  يي په غاړه اخيستي  وويل : د پوليسو  د يوه قومندان په ګډون چي نيک محمد نوميږي لس تنه پوليس د چاد ني له امله مړه او ټپيان شوي .


      په سيمه کې عيني شاهدانو هم د پوليسو د قومندان [نيک محمد ]د سخت ټپي کيدل تاييد کړي دي .