کور / تازه خبرونه / هلمند: د ايساف ځواكونو يو سرتيرى ژوبل سو

هلمند: د ايساف ځواكونو يو سرتيرى ژوبل سو

په هلمندولايت كى دايساف ځواكونووياند سيمون نيلر په يوه خبري كانفرانس كى خبريالانوته دخپل يوسرتيرى دژوبل كيدو خبره وه كړه نيلر وويل چى نن دگرشك ولسوالۍ دميرمند اب په سيمه كى دماين دچاودنى له امله ستى ژوبل سوى چى دامهال تر درملنى لاندى دى اوصحت يي دډاډوړدى خودايي وه نه ويل چى ژوبل سوى كس څه نوميده نيلر زياته كړه چى نن دنوزاد دولسوالۍ په سيمه كى دايساف ځواكونه دوسلوالوطالبانو سره مخ سوى اوپه جگړى يي لاس ورته كړى چى دنيلر په وينا په دغه جگړه كى دهوايي ځواكونو څخه هم كار اخيسته سوى


نيلر وويل چى په دغه جگړه كى گڼ شمير وسلوال طالبان وژل سوى خو ولى ملكى كسانو ته زيان نه دى اوښـتى .


خوپه دى اړه دوسلوالوطالبانو ويندويانو څه نه دى ويلى چى په نوزاد ولسوالۍ كى دى ددوى ملگرى دبهرنيوځواكونوسره مخ سوى وى  ولى.


وسلوال طالبان دميرمند اب دپيښى پړه په څپله غاړه اخلى قارى يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانو وياند ځان راپيژنى ديوناڅرگند ځاى څخه يي دټيلفون په ليكه وويل چى ددوى ملگرو نن دهلمند ولايت دگرشك ولسوالۍ دميرمنداب په نوم سيمه كى دبهرنيو ځواكونوپرسرتيرودماين چاودنه كړى چى ديوسف په خبره په دغه چاودنه كى څلورتنه وژل سوى اوگڼ شمير ژوبل سوى دى 


احمدى زياته كړه چى دوى ورځى وړاندى هم دموسى كلا په ولسوالۍ كى ددوى ملگرودبهرنيوځواكونوپر يو زروى ټانك دماين په واسطه الوزولى چى داحمدى په وينا گڼ شمير بهرنى سرتيرى ژوبل سوى .


ولى په هلمند ولايت كى دايساف ځواكونو وياند سيمون نيلر دوسلوالوطالبانو دغه ادعا ردكړه.