کور / تازه خبرونه / ډاکټر اشرف غني د ولسمشر کرزي پر اداره سختي نيوکي وکړې

ډاکټر اشرف غني د ولسمشر کرزي پر اداره سختي نيوکي وکړې

جمهوري رياست ته خپلواک کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي پر ولسمشر حامدکرزي په کندهار کي د محمديار او نورو فرهنګيانو په دفاع کي سختي نيوکي وکړې .

نوموړي کرزي ته وويل چي دا طريقه د عمل د منلو وړ نه ده ، که تاسو غواړی موږ انتخابات تحريم کړو يا معامله وکړو نو د خپلي ويني تر وروستي څاڅکي دې کار ته نه حاضريږو .

ښاغلي احمدزي د کورنيو چارو وزارت ، ملي امنيت ريس او نورو دولتي چارواکو څخه وغوښتل چي ژر تر ژره په دې اړه معلومات په رسمي ډول وړاندي کړي . که داسي ونه وکړي نو د نوموړي په وينا دوی به ددې مسئلې د سپيناوي په خاطر په رسمي ډول نړيوالو محاکمو ته رجوع وکړي .

په افغانستان کي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار دوه ورځي مخکي د انارګل مشاعرې پر وخت په منډيګک ماڼۍ کي د کندهار د اطلاعاتو کلتور ريس ، کندهار ښاروال او ورسره وسله والو کسانو لخوا په زور له مشاعرې تر ايستلو وروسته د کندهار والي توريالي ويسا په امر د ملي امنيت د وسله والو لخوا د سړک پر غاړه تر هغه ووهل سو چي د اوسپيني لکړي يې ورباندي ماتي سوې .

دې پېښي د افغانستان تر څنګ په پښتونخوا او ټوله نړۍ کي په رسمي او غير رسمي ډول د کرزي دولت ، کورنيو چارو وزير او ملي امنيت رياست  او په خاص ډول د کندهار والي او کندهار اطلاعاتو او کلتور ريس مجيد بابي په وړاندي د عام ولس احساسات را پارولي چي اوس به دا موضوه په نړيواله کچه څېړني ته وړاندي کيږي . کارپوهان ددې موضوع د ارزښت په اړه وايي چي د هغه چا له خوا رامنځته سوې چي په خوله د بيان د ازادۍ او دموکراسۍ نارې وهي خو په عمل کي د يوه معيوب ژورناليست وهلو ډبولو ته وسله وال کسان ګماري .









د ډاکټر اشرف غني احمدزي د خبري کنفرانس جزيات په ږغ کي