کور / تازه خبرونه / ديارلس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

ديارلس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

                                              ١٣٨٨/٣/٢


دکليو د بيا رغوني او پراختيا  وزارت د ملي پيوستون پروگرام ديارلس پروژي پدي وروستيو کي دجوزجان په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .


ددي ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د څلوروښوونځيو جوړل ، شل پل گوټي ، دڅښاک دپاکو اوبو دڅو ارلسو څاگانو کيندنه او په هغو باندي دلاسي بمبو نصبول ،دڅښاک داوبو يو ډنډ ، دڅښاک داوبو اته زيرمي ، د( ٢٦٠٠) مترو په اوږدوالي په سرک باندي شگي اچول او دښځو لپاره دخياظي دکورسونو دايريدل شامل دي .


يادي شوي پروژي  دجوزجان ولايت  دآقچي ، فيض آباد ،درزآب ، اوفيض آباد، په ولسواليو او دجوزجان ولايت په مرکزشبرغان کي د( ٢٠،٢٣٠٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي،  او له هغو نه څه د پاسه  (٤٩٧ )کورني ترينه  گټه اخلي .