کور / شعر / روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

تېركال دشهيد ارواښاد روحاني له كورنۍ سره دغمشريكۍ لپاره مارجې ته تللى وم له هغه ځايه له راستنېدو وروسته مې د قلم څوكې ته بيتونه څو ورغلل چې تر ډېره حده پكې دهلمند انځور كښل شوى دى دادى دهغه ارواښاد د دوهم تلين په مناسبت يې يوځل بيا خپروم هيله ده چې چارواكي يې دوژونكيو په موندلواو محاكمې بريالي شي .



چې وباسي زړونه هغه خنجر نه يې
چې څښي وينې ته هغه ستمګر نه يې
چې ترې لاس رسي اسمان ته لوړ غر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


خبر نه يې چې هلمند کې څه تېرېږي
سرې سکروټې پر مارجې باندې ورېږي
 دهلمند اسمان لوګيودى پوښلى
داور تاو نه دسيندو اوبه خوټېږي
چې توپان جوړ کړي ته هغه شرر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


ستا وژونکي اخته داسې يو رنځ باندې
چې دوى خوند اخلي له وير نه او له ساندې
بلوي اور ابراهيم پکې ګوذار کړي
دفرعون او دنمرود خويونه کاندې
 ته تابع دابراهيم يې ازر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


داسې غواړي چې دحق ژبې دې پرې وي
او معيار دانسانيت ددوى نخرې وي
تش فرياد دې هم دچا څوک پورته نکړي
توره لاس کې دظالم سترګې دې سرې وي
خو ملګرى ته دداسې سنګر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


زړونه ى غوښې ندي کاڼي دصحرا دي
تل مدام دانسانيت پرضد لګيادي
دښکلا دښمنان ټول دلته راغلي
خداى خبر چې دابدرنګه څه بلا دي؟
ته ددې بې رحمه خلکو عسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


دوى دوينو اوانسان سوداګران دي
دپوډرو او وسلو قاچاقبران دي
د ماشوم سترګې، بډوډي او زړه پلوري
خداى بخښليه !دا پدې کچه لېوان دي
 مړيې ځکه کړې چې ته قاچاقبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


ستا وژونکي لري ډېر اوږده لاسونه
يرغمل دي ورسره ډېر ولسونه
ددوى جال خپور دى په ټولې نړۍ باندې
ددوى ښپو کې دي پراته شاهي تاجونه
ته ددوى انډول، ددوى برابر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


دوى داوسپنې نينې هم شي چيچلى
دوى فولاد او تېږي هم شي هضمولى
 دوى حالات شي دخپل ځان تابع کولى
 دوى له سترګونه رانجه شي تښتولى
ته لا پوه په دغه چل او هنر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


تا رسواکړل دوى په خپلو راپورو کې
غږېدې يې په موټرو او قصرو کې
دمختار دکمپ اواز دې ولې لوړ کړ؟
اوس شټېږه دې دوينو فوارو کې
ستا غږ کنده کې دى لاهم کمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې



څوک کوښښ کوي غچ اخلي دميوند
څوک مافيا سره لري قوي پيوند
څوک اوبه خړوي نيسي خپل کبان
څوک دجنګ له برکته کوي ژوند
تنهاته ددې حالاتو کسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


دانسان غوښې کړي ځانته سيخ کباب
وينې واړوي په سر لکه شراب
په نشه کې يې چې ترنګ ته ونڅېږي
له کولمونه يې کړي جوړ ځانته رباب
که له دوى سره شوې جوړ نو خطر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


ناپوهي او جهل دلته کرل کېږي
دښوونکي ،زده کوونکي سرغوڅېږي
دوى مريخ او زحل ځانته تابع کړي
خو زموږ خټين ښوونځي سوځول کېږي
دروانې ډرامې کرکتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


روحاني صيب دلته جنګ دى دفيلانو
دسيالۍ ميدان شو دا د شيطانانو
ازمونتون يې دتخنيک او دوسلو شو
ژوند دوزخ شو د ښپې لوڅو انسانانو
شکر داچې اوس په دغه سقر نه يې
 روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


 مستند فلمونه دلته ډېر جوړېږي
د جنګي فلمو لپاره اور بلېږي
هالييود او بالييود دلته مصروف دي
دافلمونه ډېر قيمته پلورل کېږي
ته اګاه ددې منطق په زېر زور نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


دلته جنګ دى دتاريخ او کولتورونو
دلته جنګ دتمدن او مذهبونو
شوى بيا د صليبي جګړو اعلان دى
دلته جنګ دى دځواکمنو چينلونو
لا اګاه يې په ديوان او دفتر نه يې
 روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


دلته ډېر وسلوال لا هم نه پوهېږي
چې دکوم هدف لپاره وژل کېږي
دلته لاره لورى ورک دى له ولسه
پټې سترګې ، واګې بل سره ځغلېږي
کړه راويښ يې که څه هم پيغمبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


چې وژلي يې لکونه افغانان دي
هماغه مو اوس په سر بيا حاکمان دي
دغربيانو په قاموس کې داسې وايي
((چې ددوى وي نو همدا بشردوستان دي ))
ته ددې قانون له مخې بشر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


په مرکز کې انسانان تښتول کېږي
دجمهور رئيس مرستيا ل يې وژل کېږي
دځنګل قانون دى شهر ناپرسان دى
وکيلان ، لوى څارنوال ډبول کېږي
ته خو دوى نه په رتبه کې بهتر نه يې!!
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


دلته حق ويل پخپله خودکشي ده
دعزت اودشرف کار جاسوسي ده !؟
ډک له ګټې تجارت بې ناموسي ده !؟
پلمه جوړه ده قانون ديموکراسي ده
نوبه څنګه دحالاتو اثر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


دلته ژبې له طوطيانو نه غوڅېږي
بلبلانو ته رانجه ورکول کېږي
ته جرس وې تاکاروان راويښولو
نو ستادا جسارت کله زغمل کېږي!؟
ته خو دوى ته عاشورا يې اختر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


 ستا وژونکي په رينجرو کې ګرځېږي
په شاهي مېلستونونو کې اوسېږي
داسې نده چې الوتي په هوا دي
لښکرګاه کې هروخت ښکته پورته کېږي
نيول کېږي ځکه نه چې رهبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


ستا معصوم وروڼه مې کله نه هېرېږي
چې کوم خړ پړ وينم دوى راته يادېږي
چې ( رشاد ١ ) او( تقوى ٢) ونيسم په غېږ کې
نو( سپوږمۍ ٣) ، عمران ٤) مې سترګو ته ودرېږي
وي ستانوم به پرې ژوندى بې ثمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


 غرونه سپک او ستا غمونه ترې درانه وو
په هلمند کې دهيچا ګرېوان وچ نه وو
خو ماهلته دفولادو يوکان وليد
ستا باتور پلار چې په مثل دتور غره وو
ته شهيديې، مړ دده په نظر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


(ستانکزيه ٥ ) د( هجران ٦ ) يې دا(تسل٧) دى
 چې( روښانه ٨) ( سباوون ٩ ) ددې اجل دى
چې ترشايې وي (صالح ١٠) کاروان ترې پاتې
(نادم ١١ ) ندى (بريالى ١٢) دى دا اتل دى
چې( شفيع ١٣ ) دې شي ته خوښ په محشر نه يې ؟
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


(پاڅون ١٤) وکړه که رښتيا (شريعتيار ١٥) يې
اى (زاهده ١٦) که (داعي١٧) دخداى دلار يې
د(روما١٨) اود( عذرا ١٩)اوښکې کړه پاکې
(ماريې٢٠) ته يې په دغه وخت په کار يې
تار او ستن واخله شلېدلى ټتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې


خفه نشي روحاني له ستړي قامه
يو هم نه دى غافل ستا له انتقامه
دتيارې مقابلې ته به وردانګي
درڼا توره راباسي له نيامه
سپيلنى به نور ددغه مجمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې






١_٢ زما اولادونه ، ٣ دارواښاد روحاني لور ٤ دارواښاد روحاني زوى
(٦زين الله ستانکزى ٧عبدالودود هجران ٨محب الله روښان ٩ عزيز احمد تسل ٩ سباوون هېوادمل١٠ صالح محمد صالح ١١بشيراحمد نادم ١٢ بريالى هلمند١٣ عزيز احمد شفيع
١٤ ميرويس پاڅون ١٥محمداسمعيل شريعتيار ١٦صفت الله زاهد ١٧محمد الياس داعي
١٨روما محمدي ١٩عذرا احدي ٢٠ ماريه دارواښاد روحاني ژورنالستان ملګري