کور / ترخې خبري / وزیر صیب اسماعیل خان تاسو د ځان په هکله څه فکر کوئ؟

وزیر صیب اسماعیل خان تاسو د ځان په هکله څه فکر کوئ؟

ښاغلی قوماندان صیب اسماعیل خان د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزیر سلامونه :
له ډیرې مودې را په دې خوا مې ستاسې دنده په فکر کې ګرځي راګرځي اد د ګڼ شمیر دوستانو سره مې هم شریکه کړه خو، ټولو راته مشوره راکړه چې چې نیغ په نیغه پخپله د وزیر صیب څخه پوښتنه وکړه، ځکه ستا پوښتنه یوه معمایي پوښتنه ده او مونږ یې د سم ځواب څخه عاجز یوو.
غواړم چې د خپلو هېوادوالو د مشورې سره سم خپله پوښتنه ستاسو سره مطرح کړم هیله مند یم چې قناعت کوونکې ځواب راکړئ.
مخکې له دې چې خپله پوښتنه درسره شریکه کړم غواړم چې يو څه معلومات درکړم تر څو د پوښتنې سم ځواب درته اسان شي.
ښاغلی قوماندان صیب اسماعیل خان !
څو کلونه کیږي چې تاسو د کابل په حکومت کې د برېښنا او انرژۍ د وزیر په توګه دنده اجرا کوئ. څرنګه چې د برېښنا او انرژۍ وزارت یو مسلکي او فني وزارت دی ګڼ شمیر تجربه لرونکي انجنیران په کې په دنده بوخت دي. کیدای شي تاسو ددغه مسلکي کسانو سره په تماس کې یاست. نوموړو انجنیرانو به ضرور تاسو ته د انرژۍ د تولید د زیرمو او سرچینو په هکله معلومات درکړي وي چې زمونږ ګران هېواد افغانستان د برېښنا د تولید لپاره د اوبو پراخه منابع او امکانات لري چې تر اوسه د یادو شوو منابعو څخه د شلو فیصدو څخه کم ګټه اغستل کیږي. که مونږ یوازې د امو، کونړ او هلمند په مستو او ځپاندو سیندونو د برېښنا د انرژۍ بندونه جوړ کړو نو، سربیره د افغانستان څخه د ځینو ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د ستونزو په کموالي کې اغیزمن رول لوبولای شي.
وزیر صیب اسماعیل خان، مسلکي کسانو به دا هم درته ویلي وي چې د یو هېواد د کرنې او صنعت وده پرته د برېښنا د انرژۍ څخه ناشونې ده.
له هغې ورځې څخه چې تاسو د برېښنا او انرژۍ د وزارت واک تر لاسه کړی ددې پر ځای چې د افغانستان د برېښنا د ستونزو د لیرې کولو په منظور د برېښنا د انرژۍ د تو لید لپاره د خپلو داخلي پراخو منابعو څخه د ګټې اغستلو لارې چارې و لټوئ او عملي ګامونه واخلئ بلکې ټول وخت مو د ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا په واردولو او پیرودلو تیر کړ. په ډاګه درته وایم چې د بهرني هېوادونو څخه د برېښنا واردول اقتصادي، مالي او حتا سیاسي زیانونه لري. په دې کار سره له یوې خوا زمونږ طبیعي زیرمې تل بې ګټې پاتې کیږي او د اوس په شان به د هلمند، کونړ او امو د څپاندو سیندونو د اوبو څخه ایران، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ګټه اخلي او له بله پلوه د برېښنا په پیرودلو سره زمونږ اسعار د نورو په خزانو کې لویږي او هم د برېښنا له پلوه په بهرنیو هېوادونو پورې تړل کیږو. که د بهرنیانو خوښه وه برېښنا به راکوي او که نه راباندې قطع کوي به یې، او نرخ به هم هغوۍ ټاکي. وزیر صیب اوریدلي به دي وي چې پردی کټ تر نیمو شپو وي.
ښاغلی وزیر صیب! د وزارت مسلکي کسانو خو به دا هم درته ویلي وي چې په افغانستان کې د لمر او باد د انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پراخه امکانات او مناسب شرایط موجود دي خو داسې معلومیږي چې تاسو په دغه هلکه هیڅ سوچ هم نه دی کړې او یا به بهانه کوئ چې مالي توان نلرو ځکه چې تاسو ته به په یاد وي چې دوه کاله د مخه یو سعودي میشت افغان پانګوال غوښتل چې د برېښنا په سکتور کې په ننګرهار کې یو ملیارد افغانۍ پانګونه وکړي خو تاسو جناب د نوموړي غوښتنې ته د افغانستان د ملي ګټو پر ضد داسې منفي ځواب ورکړ چې اوس مونږ د افغانستان د شرق زون لپاره د انرژۍ کوم پلان نه لرو نو کولای شئ د هېواد په شمال کې پانګونه وکړئ.
ښاغلی وزیر صیب! ستاسو د کړنو څخه داسې جوتیږي چې تاسو په رښتیا سره هم نه غواړئ چې د برېښنا د انرژۍ د تولید له پلوه افغانستان د خپلو منابعو څخه د ګټې اغستلو په صورت کې په خپل ځان متکي شي. تاسو تل هڅه او هاند کړی او کوئ چې د بهرنیو هېوادونو د برېښنا د انرژۍ لپاره دلته بازار مومئ او افغانستان تل پردیو ته اړ او محتاج وساتئ.
ستاسو دغه غیر ملي کړنو څخه جوتیږی چې تاسو د افغانستان ملي ګټو په پرتله د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ایران، تاجکستان او ازبکستان ګټو ته زیات ژمن یاست. ځکه هېوادوال تاسو د افغانستان د برېښنا د وزیر په توګه نه بلکې د تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو د انرژۍ د شرکتونو د ددلال یا استازي په صفت پیژني.
هیله ده چې الله پاک حاضر او ناظر وګڼئ او ریښتینی ځواب راکړئ چې تاسو د ځان په هکله څه فکر کوئ؟ ایا د افغانستان د برېښنا وزیر او که د بهرنیو هېوادونو د برېښنا د شرکتونو دلال او استازی؟