لر او بر له شمشاد سره

د لراوبر اداره | جون 7th, 2009


وړمه شپه ماسخوتن مهال کله چې له دندې څخه کورته راغلم نو د تیر په څیر ،د کور د ټولو غړو ګډې خونې ته ورننوتم او په ډله کې یې کیناستم،زمونږ د کور د ټلویزیون په پرده باندې ډیری وخت شمشاد په لیکه وي،مونږ په خپل منځ کې په کیسو بوخت شو یو وخت مي پام شو چې ټلویزیون باندې د شمشاد ټلویزیون لخوا سندریز پروګرام روان دی او څو مست ځوانان ورته لاسونه پړکوی. ماته هم په زړه پورې شو او د ټلویزیون عږ مې پورته کړ، ورو ورو یې را باندې اغیز زیات شو او کراره مې ډډه ورته ووهله .


دانو د شمشاد تلویزیون لخوا کوزې پښتونخوا د خوږو اوازونو د سندرغاړو کنسرټ وو، کله چې یوه سندره خلاصه شوه دوه ښایسته ویاندویان چې یوه یې جلی او بل یې نارینه وو راپورته شول او ټوکې ټکالې یې پیل کړې خو دغه کنسرت همداسې روان و ان داچې د شپې ناوخته و چې خلاص شو خو ماته یې تر سندرو او اوازونو یوڅه چې ډیر مهم وو او زه یې دیته اړ کړم چې د کافي ستومانی سره سره د پروګرام تر پایه شمشاد تلویزیون سکرین سره پاتې شم هغه د کابل ته د کوزې پشتونخوا د میشتو پښتنو راتګ وو.


خو خیر په عمومي لحاظ یې که وګورو دا یو کنسرټ وو خو که دقیق شو نو دا د یو والي او مینې یوه سلسله وه چې شمشاد تلویزیون را پیل کړه. دغه نیکه هڅه د یوه با شهامته او زړه سوانده پښتون او د شمشاد ټلویزیون موسس هم حاجي فضل کریم فضل دی، دده دغه نوښت په ریښتونې توګه د ستایلو وړ دی یوه ورځ په یوه ځای کې ما دده ځینې خبرې واورېدې چې د لر او بر پشتون د یووالي او سوکالۍ لپاره یې کولې خو کله چې ما دغه کنسرت چې شمشاد ټلویزیون خپور وکړ ولید نو راته بیخې ثابته شوه چې په ریښتوني ډول د پښتنو غم ورسره شته.


زما غوښتنه له ټولو مشرانو او شتمنو څخه د یوه عادي افغان او پښتون په توګه داده چې راځئ دغه راز نوښتونه زیات کړی او یو بل ته لاسونه سره ورکړئ، شمشاد ټلویزون د ټول افغان ولس خو د پښتنو لپاره د نوښت غوره مرکز دی که دغه راز پروګرامونه په پرله پسې ډول جوړ شي نو دا به د لر او بر پښتون ولس ترمنځ خونړۍ پیښې ډیر زر سره راونغاړي او د شمشاد ټلویزون د مشرتابه تیرو هڅو او زیارونو له مخې فکر کوم چې حاجي صیب فضل کریم فضل به هم له نورو زیاته پدغه راز هڅو کې ونډه واخلي ترڅو دغه سره جدا کړل شوي پښتانه بیا ګډ ژوند پیل کړي.


په پای کې زه بیاهم له ښآغلی فضل صیب څخه ددغې ستایونکې هڅې په اړه مننه وکړم.

Copyright Larawbar 2007-2024