کرزي نړۍ ته خبرداری ورکړ

د لراوبر اداره | جون 7th, 2009


دکابل سرکار حامدکرزي د قرغزستان ولسمشر قربان علي باقیېف ته لیک استولی اوورته کښلي یې دي چې که دمناس دهوایي اډې دتخلیې په ا ړه صادر کړی فرمان بېرته واخلي لویه لورېینه به یې وي ځکه دنوموړي په ویناکه داسې ونه شي په ا فغانستان کې په جګړه کېوتی امریکایی فوځ به له یوې سترې قرارګاه اودمه ځای څخه بې برخې شي .

کرزي دخط په پای کې په سروکرښودااخطارهم ورکړی چې که دقرغزستان په شمول دسیمې هیوادونه دافغانستان دروانې جګړې په برخه کې دده حکومت اوامریکایي فوځ ملاونه تړي نودمقابل مقاومت په بریالیتوب سره به سیمه اونړۍ له یوه بې ساري ګواښ سره مخامخ شي چې بیابه لاسونه موښي خوهیڅ به هم په لاس نه ورځي .

بایدیادونه وکړو چې دولسشراوباما په شمول کوم لوړرتبه ا مریکایي چارواکي تراوسه دمناس اډې داجارې دمودې دتمدید په اړه قرغزي چارواکوته داډول کتبي پیغام اورسمي غوښتنلیک نه ده لېږلی خودنوموړي خط په لېږلوسره کرزي وښوده چې ددریمګړي له دریځه هم په دې نزاع کې خپل دمداخلې حق خوندي بولي .

دیوه غیردخیل شخص په توګه دکرزي له خواددې غوښتیلیک لېږل اودمحتواڅرنګوالی یې څوموضوعات رابرسېره کوي چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو.

داچې دمناس دهوایي اډې په لانجه کې له آش څخه دکاسې حرارت زیات دی څرګندوي چې کرزي اودپرې غړویې په بشپړه توګه خپل تقدیر دپینټګان په خړوټانګونوپورې غوټه کړی چې په ماتې اوتېښتې سره به یې ددوی بستره هم ګول کیږي داهغه حقیقت ده چې دارګ ویندویان یې په رسمي مجالسواوخبري کنفرانسونوکې نه مني خوپه زړه کې له نوروخلکودوئ ښه پرې پوهیږي ځکه هوښیاران وایي چې (بادراوړي په بادځي )زمایقین دی چې کرزی دهغې ورځې له تصوره لا اوس ګبڼۍ نیولی چې امریکایی فوځ په ماته محکومیږي نوځکه سرله اوسه لاداسې ځای بې ځایه هڅې کوي خوبایدپه دې پوه شي چې که یوځل دامریکایي فرعونیت ماته مقدره وه لکه څنګه چې له پرونیوتجربواونننیوعلاموښکاري نوبیایې دده هڅې نه شي راټینګولی ځکه دی خپله هغوراټینګ کړی اودارګ دواکدارپه توګه دامریکایي پالیسیومولود دی نوله داسې دریځه به څه تکیه ورکړل شي .

بله داچې که نوموړی دخپلې تختې دټینګولولپاره منډې ترړې اولاستپونې کوي مونږ یې دامریکایانوپه وړاندې له دې نمک حلالۍ نه راګرځوو خوداخبره به دهیچا په حوصله هم ورته اواره نه شي چې دخپل اولس په وړاندې ټوله نړۍ جنګ ته رابولي دنړۍ هرګبروترساته په دې خاوره کې دشرجوړولوفرصت ورکوي اوپه پوره سپین سترګۍ ورته خپل محدوداولس یوه داسې هیولا تعبیروي چې که یوځل دخپلواک زعامت څښتن شوټوله نړې اونړیوال به اومه ترستوني تېرکړي .

داچې نوموړی په پله پسې توګه دمقابل اولسي مقاومت په اړه دخطرزنګ کړنګوي دنوروفوځیانودراتګ غوښتنه کوي له دې ښکاري لکه نوموړی چې فکر کوي چې دافغانستان داشغال اوروانې جګړې اوږدوالی به یې بقا تضمین کړای شي هغه خیال چې په تاریخي لحاظ تل پوچ اوبې معنی ختلی .

دروانې لانجې په اړه دنوموړي پوچ تبلیغات نړۍ ته غلط انځورورکول اودجګړې داوږدوالي اسباب برابرول نوموړی دملت ا و تاریخ له محاکمې نه شي ژغورلی یوازې دده جنایاتوپیټی درنولی شي . 

Copyright Larawbar 2007-2024