کور / شعر / نوی سرود

نوی سرود

خدايه په وطن کړی مينه ډيره کړی 
ښکلې د ژوندون رنګ رابرسيره کړی
 
بيا به خپل مسجد او حجری جوړی کړو
ډله د غازي او غماز بيله کړی
 
بيا زمانه ؤنيسو ورغوي کې
دا دنيا بيننګه په موږ ګيره کړي
 
راشۍ په جرګو کې تيږی کيږدو 
دا لويه جګړه په امن تيره کړی
 
اوس که د اورنګ سندره مسته شوه
ښکلې ميکده به ساقي هيره کړی