کور / تازه خبرونه / حامد کرزی د درې اړخيزي غونډي په موخه تهران ته ولاړئ

حامد کرزی د درې اړخيزي غونډي په موخه تهران ته ولاړئ

د افغانستان، پاکستان او اېران درې اړخيزه غونډه چي  سبا دوشنبه به په تهران کښي پېل سي، ټاکل سوې ده پدې ګډه درې اړخيزه غونډه کښي به د دريو واړو ګاونډيو هيوادونو (افغانستان، پاکستان او اېران) د ولسمشرانو تر منځ د تروريزم، مخدره موادواو د يو بل سره د متقابلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي چارو په اړه خبري- اتري  وسي .

افغان ولسمشر حامد کرزی نن اود پاکستان جمهور رئېس آصف زرداري پرون تهران ته د غونډي په موخه روان سوي دي .

پدې ناسته کښي به ايران  خصوصي سکتور له لوري د افغانستان د بياجوړوني او په راروانو انتخاباتو کښي د افغان دولت سره د خپلي همکارۍ او رول په اړه هم توضېحات ورکړل سي .

دا ګډه درې اړخيزه ناسته چي اصلا بايد تېره هفته سر ته رسېدلې وائ، د ډيورنډ پولي په پوري غاړه سوات کښي د تاوتريخوالي له امله ځنډول سوې وه، چېرته چي پاکستانی پوځ د طالب وسلوالو سره په جګړه بوخت دئ .


د ډيورنډ د پوري غاړي څخه تازه ورکړل سوي رپوټونو د سوات مرکز منګورې ته د پاکستاني پوځ د ننوتلو اوهلته د تازه جګړې خبرونه هم ورکړي دي .