کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښوونكي د ورځې په مناسبت د پوهنې د وزير پيغام

د ښوونكي د ورځې په مناسبت د پوهنې د وزير پيغام


د سپيڅلي څښتن په سپيڅلي نامه
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې د وزير پيغام


د ښوونځيو، ديني مدرسو او دارالمعلمينو ډېرو درنو او قدرمنو ښوونكو!



د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت د مشرتابه هيئت په استازيتوب، په هيواد كې د علم او فرهنګ ټولو مخكښانو ته، چې په خپلې بې سارې مينې د هيواد په ګوټ ګوټ كې د دغې پاكې خاورې د بچيانو په زده كړه او روزنه بوخت دې د ښوونكي د دغې پرتمينې ورځې مباركي وايم.


ستاسې د همدې نه ستړې كيدونكو هڅو پايله ده چې نن د دې وطن تر (9,6) ميليونه زيات ماشومانو د اسلام دمقدس دين د لارښونو، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قوانينو او غوره ملي عنعناتو په چوكاټ كې ښوونځيو ته مخه كړې ده، چې دا شميره د هيواد د پوهنې په تاريخ كې تر ټولو زياته او بې سارې ده.


د پوهنې وزارت د ښوونكي عالي مقام ته په درناوي او د معارف له ستراتيژيك پلان سره سم د پخوا په څير هڅه كوي ترڅو د ښوونكو لپاره د سوكاله او بسيا ژوندانه ټول شرايط مهيا او د دوى د معيشت لا بهتره كيدو ته جدي پاملرنه وكړي. چې پدې لړ كې د رتبو او معاشاتو د قانون چابك تطبيق او هم د نورو مطروحه كړنلارو په عملي كيدو سره دغه هدف ترلاسه كيداى شي.


د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په دې لټه كې دى تر څو د ښوونكو د مسلكي روزنې په موخه، د غوره روزنې، ښوونيزو تګلارو او د ټولو هغو مسلكي گامونو په اخيستو سره چې د ښوونكو علمي سطحه لوړه كړي، لاس پورې كړي.


د ښوونكي له دغې نيكمرغه ورځې څخه په استفادې د هيواد ټولو درنو ښوونكو ته زيرى وركوم چې د پوهنې وزارت لپاره ښوونكو ته د يوې نمرې ځمكې برابرول د ټولو لومړيتوبونو په سر كې راځي. او ډير ژر به په كابل ولايت كې د ۱۱۰۰ نمرو رهايشي ځمكو د ويش عملي كار پيل شي. پدې سلسله كې اطمينان وركوو چې د ښوونكو لپاره به په ډيرو ولايتونو كې د رهايشي نمرو د برابرولو كار پيل شي.


زه په داسې حال كې چې يو وار بيا تاسې هريوه د هيواد روزونكو او استاذانو ته په جلاجلا ډول د ښوونكي، د دغې پرتمينې ورځې مباركي دركوم، د هغو ښوونكو او زده كونكو روح ته هم د مغفرت او جنت الفردوس دعا كوم، چې په تير يوه كال كې د تعليم او تعلّم په سپيڅلې لاره كې په شهادت رسيدلي او هم يې ټپيانو او ناروغانو ته له لوى خدايه كامله او عاجله روغتيا غواړم.
 


 فاروق وردګ

 د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير

تبصره نسته

  1. دولت د ښوونکو سره د نمرو ورکولو ژمنه کړې ده چي د کابل څخه به دا پروسه پېل سي و ولاياتو ته ، موږ يې د ژر تر ژره د عملي کېدو غوښتنه کوو.

    پدې دوه غيرانه معاش موږ حیران يو چي د برق بيل په تحويل کړو، د کور کرايې ته يې ورکړو او که اوړه و غوړي په رانيسو .

    پداسي حال کښي چي ددې هر څه سره -سره موږ د خپل سر زيان هم پر ځان قبول کړئ دئ او په وارو – وارو د سختو ګواښونو سره مخامخ سوي يو.

  2. او ډير ژر به په كابل ولايت كې د ۱۱۰۰ نمرو رهايشي ځمكو د ويش عملي كار پيل شي. پدې سلسله كې اطمينان وركوو چې د ښوونكو لپاره به په ډيرو ولايتونو كې د رهايشي نمرو د برابرولو كار پيل شي.

    8 kala ba nor ham la khaira ter shee

  3. الله دي تاسو ته نور هم قدرت درکړي چه زمونږ غوندي د بيچاروو خلکو غم درسره دي، او په دومره لږ وخت کي تاسو ډيرو شيانو ته متوجه شوئ. د خداي تعالے د لوي دربار څخه تاسو ته نوره کاميابي هم غواړم. او خداي دي تاسو ته د خدمت کولو نور توفيق هم درکړي.