کور / هراړخیز / په ماشومانو کې وېروونکي خوبونه

په ماشومانو کې وېروونکي خوبونه

پارسي ليکنه: م.پور فخريان

پښتو ژباړه: عبدالجبار فراز

 

په دغسې حالاتو کې يو ماشوم د وېروونکو خوبونو د ليدلو له امله راويښېږي او ډېر ځله يې د هغه يوه برخه يا هم ټول په ياد پاتېږي. داسې وختونه ماشوم اکثراً په خپل بستر کې کښېني يا چيغو ته ملا تړي يا ژاړي او يا هم د مور و پلار د خونې او بستر پر خوا منډې وهي او مرسته ترې غواړي. ځينې وختونه هم ښايي په خوب کې د شپې له وېرې وډارېږي، په لوړ اواز چيغې او ناورې ووهي، وژاړي مګر له خوبه راويښ نه شي.

 

د وېروونکو خوبونو اصلي لاملونه:

يوه ډاروونکي خوب ممکن له هغو پېښو او وېروونکو مسئلو څخه سرچينه اخيستې وي چې د ورځې يې ماشومان په ټلوېزنونو کې ويني يا يې په کيسو او کتابونو کې لولي او يا يې هم له دوى سره په تماس کې کسان ورته بيانوي، يا هم داسې څه وي چې دوى خپله ورسره مخامخ وي، د بېلګې په توګه: احساسي ستونزې، په غټو کوچنيانو کې د ښوونځي مشکلات او يا ښايي د درسونو د سختۍ تکليفونه. همدارنګه ويل کېداى شي چې د خوب له حاله د ماشوم د وېروونکو خوبونو ليدنه د ده له ورځنيو کړنو څخه سرچينه اخلي او يوه بوخته او سخته ورځ د داسې خوبونو امکان ډېرولاى شي. البته وحشتناک خوبونه له کومې ځانګړې معنا پرته د کوچني له تخيل څخه هم رازېږېدلاى شي.

په وړو ماشومانو کې دغسې خوبونه د هغوى د ودې يوه برخه ده او له خوبه تر راغورځېدو وروسته بېرته سملاسي ويدېږي او پر سبا يې هر څه له ياده وتلي وي.

هر ډاروونکى خوب خامخا په دې معنا نه دى چې حقيقي او وجودي ريښه دې ولري. په ماشومانو کې د خپسکې نيونې يا ډاروونکو خوبونو لوى لاملونه تبه، ناروغي، ډېره يا ناوخته ډوډۍ خوړنه کېداى شي.

 

د وېروونکو خوبونو پر مهال له ماشومانو سره د موروپلار چلند:

کله چې يو ماشوم د شپې په زړه کې په چيغو سر کېږي له ويښولو پرته بايد ونازول او په غوږ کې يې للو-للو زمزمه شي. دغسې وختونه دې تر وسه-وسه د هغه له راويښولو څخه ځان وساتل شي.

خو که مو ماشوم په خپله چيغه راويښ شوى او لا هم ډارېدلى او وېرې اخيستى دى، په غېږ کې يې ټينګ او يو څه اوبه په وڅښئ، د ناز لاس پر راتېر او په ورو ږغ ورته وواياست چې دا يوازې يو خوب و او تېر شو، هر څه چې دې وليدل ټول په خوب کې او رښتيا نه وو.

حتى که تر دې مهاله يې د (خوب) تورى زده کړى هم نه وي، ستاسې د اواز آرام بخښونکى شور به يې تسکين کړي، او په دې به يې قانع کړي چې ليدلي شيان دروغ وو. که فرضاً بيا هم نه کرارېدى کولاى شئ څراغ ولګوئ او ورته وواياست راځه په هغه شي پسې وګرځو چې ځنې وېرېږې او يا هم ورته وواياست څراغ ستا لپاره لګېدلى پرېږدم.

دا هم امکان لري چې په ځينو مواردو کې د هغې وېروونکې خپسکې بعضې صحنې يې بيا په ذهن کې تکرار شي او د هغو د بياليدو له ډاره يې بستر ته زړه ونه غواړي، د داسې حالت لپاره يوه موجوده لارښوونه حکم کوي چې لومړى بايد د ماشوم له خوا د ليدل شوي خوب ډول ځان ته معلوم کړو او بيا يې کيسه په يوه بله بڼه پاى ته ورسوو، مثلاً که يې افعي مار يا اژدها په خوب ليدلى وي ورته ووايو چې په پاى کې تا په خپله توره هغه وواژه.

کله چې ماشوم د يوه وېروونکي خوب د ليدلو له امله ستاسې د تخت پر لوري راځغلي، هڅه وکړئ بېرته يې خپل بستر ته بوزئ، ځکه په راتلونکو شپو کې بيا په خپله خونه يا بستر کې خوب وروستل ډېر ستونزمنېږي او همدارنګه د هغه تر بياويدېدو وروسته خپلې خونې يا ځاى ته راوګرځئ.

که مو داسې وانګېرله چې ماشوم مو د يوې ذهني بوختيا له امله ډاروونکي خوبونه ويني، په ډېره ځيرتيا يې بايد په ژوند کې نوى راغلى بدلون ځان ته معلوم کړئ.

دغسې وختونه بايد خپله له کوچني څخه مرسته وغوښتل شي او له يوې ښکاره او دقيقې پوښتنې سره مخ کړل شي، د بېلګې په توګه: تېره شپه دې څه خوب وليد؟ يا هم له څه شي څخه ډارېږې؟ او ځواب ته يې خوشي کړو، په ځير غوږ ورته ونيسو او هڅه وکړو د خبرو منځ ته ورونه لوېږو، ځکه په دې ډول به هغه داسې وانګېري چې په پوهېدلي يو.

بايد يادونه وشي چې له وړو ماشومانو څخه بايد د خوب د بشپړ بيان تمه ونه لرو، ځکه ټيټ عمره کوچنيان نورو ته د خپل ليدلي خوب دقيقه کيسه نه شي کولاى او کېداى شي يوازې يو تورى لکه بدرنګه ښځه يا لوى سپى تر خوله راوباسي.

په دې وخت کې بايد هغه ته وويل شي چې په خونه کې يې اصلاً هېڅ شى نه شته او کېداى شي د ماشوم په ملتيا ټول کور ولټول شي.

 

مخنيوى:

کوښښ وکړئ د شپې له لوري تل د ماشوم په خونه کې د خوب څراغ روښانه وساتئ او د هغه تر ويدېدو وړاندې په تياره کې د خونې ټول وسايل تر سترګو تېر کړئ چې کوم شى بېځايه پروت نه وي، مثلاً د يوې څوکۍ سيورى ښايي د ماشوم لپاره ډار وزېږوي. او هم کېداى شي ماشوم ته يوه نانځکه ورکړه شي يا يې هم په خونه کې راځوړنده او ورته وويل شي چې همدا يې د بدو خوبونو مخه نيسي.

تلاښ بايد وشي چې ماشومان تر ويدېدو وړاندې ډاروونکي فلمونه ونه ويني او يا هم پاروونکي لوبې ونه کړي، هڅه وکړئ د هغه د سترګو تر پټېدو وړاندې داسې کيسې ورته ولولئ چې وحشتناکه بڼه ونه لري، يا هم پر داسې يوه مسئله ورسره وږغېږئ چې ورته په زړه پورې وي او په پاى کې ورته وواياست: هيله لرم چې نن شپه يې په خوب کې ووينې. تاسې کولاى شئ تر خوب وړاندې خپل ماشوم ته يوه غوره او آرامه اروايي فضا جوړه کړئ.