کور / تازه خبرونه / کراچي: غني خان د ۱۴تلین په مناسبت سیمنار پای ته ورسیدو

کراچي: غني خان د ۱۴تلین په مناسبت سیمنار پای ته ورسیدو

د سترفلسفي شاعر ارواښاد غني خان  څوارلسم تلین د یو سمینار په ترڅ کې کراچۍ ښار کې د پښتون تېنکرفورم لخوا ونمانځل شو ـ


د مۍ د ۲۳ ویشتمې نېټې د شنبې په ورځ کراچۍ ارټس کونسل کې ددغه سیمنار مشري  ښاغلی اباسین یوسفزی او آغلې پروین ملال کوله ،مقریرینو د غني خان په شاعرۍ او نثري تخلقاتو رڼا وا چوله ـ په دغه سیمنار کې د بېلابېلو هیوادونو د کلتوري استازو سربیره دسېمې شاعرانو،لیکوالانو،دانشورانو او دذوق خاوندانو برخه واخیسته ـ د سمینار یوه برخه موسیقۍ ته هم ځانګړې شوې وه چې بختیار خټک ،شازخان او نورو تکړه سندرغاړو د غني خان کلامونه زمزمه کړل ـ


دیادونۍ وړ ده چې کراچۍ د شنبې په ورځ د یو لساني ګوند له خوا د هرتال له امله په درجنو ګاډي سوزول شوی وو او ښار وضعه له سهره راهسې خرابه وه خو ماښام په سیمنار کې د ګډنوالو شمېر ښه زیات ووـ