دانش ته


د هغې ورځې په سبا، چې د محمديار له وهلو د هغه ګل دادا هم خبر شوى و او نور ټول خواخوږي هم!


غزل

چې كېكاږي لېمې او سترګو نه اوبه وباسي
همدا سړى له دغې لارې  درد د زړه وباسي
د زغم پخپل وجود كې ځاى نه لري ځكه خو اوس!
ساړه، ساړه اسوېلي تا پسې په خوله وباسي
نن يې له خپله ځانه هغومره خبر كړمه چې:
نه له يارانو نه بد غواړي نه ترې ښه وباسي
نن يې په ډكه خوله خندا نه وه ژړا هم نه وه
څوك له درباره، ياردې ياره! داسې نه وباسي
زه هم منم چې عجيبه يم حوصله لرمه
كنه حالات خو مې د زړه له سر ماغزه وباسي
ته تنها نه يې ياره! شته دې پاچاهي لرې خو
هسې بد نيتي به دې تاو د زړه په څه وباسي
***
عجيبه ده!
د درد حس كول او ليدل دومره نه وي، خو په درد- درد راتلل داسې خبره وي، لكه زر، چې زرګرپه اور پخوي او ګټې ته يې چمتو كوي، خو دا داسې نه و يارو او يار!
نن د دانش صاحب ځاى ته په دې نيت لاړم، چې وبه يې ګورم او د مسكو دسفر كيسې به تر سبا راته كوي، خو لا نه وم رسېدلى، چې د قاري صاحب له خولې نه راووتل: ( محمديار يې وهلى) عجيب فكر مې وكړ….، خو تر ډېره خاموش ناست وم په يو او بل څه كار مې ځان بوخت كړ، خو ونشوه ترڅو دانش راغى له روغبړ وروسته مې د سفر په اړه ترې وپوښتل ويې ويل: ( ښه و بس!) په همدومره خبره د هغه يو كتاب خبرې خلاصې شوې، خو څومره مې، چې ځان غلى كاوه شوخي مې له سر څخه نه وته، خو چې هغه مې ليده، رابه غى نيټ ته به كښېناسته ته ګوره پيغامونه راغلي، غلى به و، ما عجيبه درد حس كاوه، هېڅ مې نشول ويلى، خو دومره پوهېدم، چې دانش لالا به څه راته وايي يو او بل سايټ يې خلاصاوه، د هر چا هغه پيغام به يې لوست، خو نتيجه نه راوتله، بيا به يې د خپل پيغام په لوري وكتل: دردوونكې خندا يې وكړه (ځه ما خو ورته مباركي وركړه….)، خو په سترګو ليدلى درد به مې ځكه له سترګو څخه ونه وځي، چې ځينې ملګري راته وايي دانش كاروباري دى! خو هغه…
 د افغان ولس د خير له پاره به دا په ګدۍ ناست خلك موږ ته څه وكړي، چې د محمديار-يار غوندې اتل د خپل زور لاندې راولي! ددانش صاحب دا خبره د كرزي د ادارې لپاره بس ده: (دا خلك له محمدياره هم ډاريږي!).