کور / خبرتیا او پيغامونه / د مغزونو فرار

د مغزونو فرار

لنډه پېژندنه:

     د مغزونو فرار کتاب پر داسي وخت له چاپه راوځي، چي له وطنه ډېر مغزونه د فرار په حالت کي دي. د مغزونو فرار- کتاب د مغزونو پر اغېزو، علتونو، تاوانونو او حل لارو یې د لیکوال جان محمد مهربان په وینا پوره لس کاله کار کړی دئ. دغه ټولګه په کندهار کي د صداقت خپرندويي ټولني له لوري په ډېر ښکلي صحافت او ډېزاین چاپ او خپره سوه. کتاب په ۱۳۶ مخونو، لسو غټو برخو او ۶۱ عنوانونو کي راغونډ سوی دئ. لیکوال د ۳۴ بهرنیو معتبرو ماخذونو څخه استفاده کړې ده.

     محتوا:

لیکوال په پيل کي د مغزونو د فرار موضوع په لنډه او خلاصه ډول معرفي کړې ده، چي لوستونکی لا هم مطالعې او د کتاب دننه کېدو ته هڅوي. ورپسې فهرست او بیا د پیل څو لنډي خو خورا مهمي خبري لیکوال لري، چي ولي ، څوندي وخت کي او چیري ئې دا تحقیقي پروژه بشپړه کړې ده.

په ترتیب بنسټي مفاهیم، د موضوع اهداف، اصلي موضوع، پيل له اروپا سوی، همداسي افریقا، اسټرالیا، شمالي او جنوبي امریکا، روسیه او اوکراین ته تازه کتنه سوې ده، لیکوال پر منځني ختیځ موضوع نوره هم په زړه پوري کړې ده. عربي نړۍ ته ننوزي بیا نو شرقي او جنوبي اسیا څیړي، تر دې وروسته خبره وطن افغانستان ته راځي د افغانستان مهاجرت ته کتنه، په افغانستان کي ودونه او د مهاجرت لاملونه، په افغانستان کی د ولور مقدار- جدول او په افغانستان کي د مغزونو د فرار لاملونه او لنډ تاریخ، له بهر څخه افغانستان ته د را استول سو پیسو مقدار، د وسلو صنعت او د مغزونو فرار، د مغزونو د فرار درجه‌بندۍ، د مغزونو د فرار حل‌لاري، د مغزونو د فرار ګټي، د مغزونو د فرار تاوانونه او د کتاب اخر کي پېشنهادونه، نتیجه او ماخذونه راغلي دي.

د کتاب اړوند:

د مغزونو د کتاب لیکوال جان محمد مهربان هڅه کړې ده، چي ټولو هغو پوښتنو ته سم او معتبر جواب ووايي، چي یو دقیق او محتاط لوستونکی ئې له ځان سره لري-لکه مغز او فرار څه ته وايي، د مغزونو اصطلاح له کومه وخته په نړۍ کي دود سوه، ولي د مغزونو فرار رامنځته کېږي ټول لاملونه، ډولونه او حل لاري ئې ښه جواب کړي دي.

کتاب په مجموع کي نوی تحقیق دئ، د خوند خبره داده، چي سرچینې ئې معتبري او بهرنۍ دي، د مالوماتو ډک مالامال کتاب روانه، خوږه او سلیسه ژبه لري، سخت او پېچلي لغاتونه و جملې ئې هیڅ نه دي کار کړي. ژبه یی عامیانه ساتلې او لنډ پراګرافونه ئې موضوع نوره هم ساده کړې ده.

کتاب د یو مؤسسې، ادارې او یو هېواد لپاره د مغزونو د فرار پر طرحي، پالیسۍ، پلان  او عملي کولو ښه ټکي لري-لیکوال په اخر کی په لسو نقطو کي د افغانستان اوسنۍ ادارې ته ډيري مهمي مشورې او وړاندیزونه لري.  د مالوماتو دغه ټولګه له ادبي پلوه هم خوږه سوې ده- یو څو لنډۍ ېې نمونې را اخلم:

په هندوستان کي دي مرګی سه

چي دي کفن سي دراڼۍ په دسمالونه

په هندوستان دي څلی جوړ سه

د نامردۍ آواز دي را مه سه مئينه

د هندوستان په لوري ځمه

یا به سر بایلم یا به راوړم دولتونه

غني حسن