کور / تازه خبرونه / نوی ښوونیز کال، د نوي لمریز کال ۱۴۰۲، سره یو ځای را پیل سو

نوی ښوونیز کال، د نوي لمریز کال ۱۴۰۲، سره یو ځای را پیل سو

د نوي لمزیز کال ۱۴۰۲ د پیل سره سم نوی ښوونیز کال هم په ښوونځيو کښي راپیل سو.

سږنی ښوونيز کال، د ښوونځيو سرښوونکو ته په استول سوي اعلامیه کښي، د وري د دوهمي نېټې پر ځای د وري د اولي نېټې را پیل سو.

د نوي ښوونیز کال د پیل سره-سره بیا هم، انجوني د منځنۍ دورې او لوړو زده کړو دپاره د افغانستان د اسلامي امارت د اړوند چارواکو دوهم امر، امر ثاني، ته، د تېر یو نیم کال راهيسي، انتظار باسي؛ ترڅو د شریعت په چوکاټ کښي د زده کړي اړوند شرایط ور ته برابر کړل سي.

د راپورونو له مخي، د نوی ښوونیز کال د پیل سره سم په ښوونځيو کښي د زده کوونکو د لږ تعداد علت، د یوې عمومي خبرتيا د کمښت او د وري د دوهمي نېټې پر ځای د وري اوله نیټه ګڼل کیدلائ سي.

نړیوال بنسټونه لکه ملګرو ملتونه، یونېسف او ځينو نور د طالبانو د بندیز دا پرېکړه خواشینوونکې بولي.

د دوولسم ټولګۍ یوې زده کوونکي ازادي راډیو ته پخپل پیغام کي له طالبانو غوښتنه کړې ده چي ددوي ښوونځي خلاص کړي، ولي چي دوی هم د هلکانو غوندې د زده کړو حق لري او دوی هر وخت خپل کالي او حجاب په اسلامي او افغاني چوکاټ کښي کړئ او کوي يې. نوموړې زده کووونکې په پیغام کښي زیاتوي چي طالبانو د بنديز په اوږدولو سره ددې او نورو زده کوونکو قیمتي وخت عبس تيريږي.

د چارو شنونکي د طالبانو له خوا د انجونو پر مخ د منځني او لوړي دورې د زده کړو بندیز ته په حیرانوونکي او نه جبرانېدونکي انداز ګوري او ژر تر ژره پیلیدل يي یواځنۍ د حل لاره بولي.

Abdullah Ehsan