کور / تازه خبرونه / پنځو ملكى كسانوته مـرګ ژوبله واوښتل

پنځو ملكى كسانوته مـرګ ژوبله واوښتل

دماين چاودنى پنځو ملكى كسانوته مرگ ژوبله واړوله


تيرورځ دهلمندولايت دمارجه په ولسوالى كى دسړك پر غاړه ديورمنونټ كنترول ماين دچاودنى له امله  پنځو ملكى كسانو ته مرگ ژوبله واړوله دغه وژنه هغه مهال رامنځ ته سوه كله چى دملكى كسانويوكورولا موټر پرسړك باندى دتيريدوپه حال كى وه .


ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال دچاودنى دتعيد ترڅنگ زياته كړه چى تيره ورځ دهلمندولايت دمارجه دولسوالۍ پر عمومى سړك ديوملكى كسانو پر كورولاموټر باندى دريمونټ كنترول ماين په واسطه يوماين چاوديدلى چى دچاودنى له امله دوه تنه مړه اودري تنه ژوبل سوى انډيوال زياته كړه چى تردامهاله يي په دى تور څوك نه دى نيولى ولى په هكله يي دپوليسوله خوا سختى پلټنى روانى دى .


خوپه سيمه كى ځايي اوسيدونكوچى دنوم له ښودولوڅخه يي ډډه كوله وژل سوى اوژوبل سوى كسان ټول دپخوانى امنيه قومندان عبدالرحمن صابر دزوى ولى جان صابر ملگرى وه ښوده .


داچى دوسلوالوطالبانوويندويانوڅه نه دى ويلى خودځايي وسلوالوطالبانويوقومندان ملا جان محمداخند وويل چى په دغه چاودنه كى ديوقومندان په شمول څلورتنه حكومتى سرتيرى وژل سوى .


خودهلمندولايت امنيه قومندان ددوى دغه ادعاردكړه اووويل چى ټول ملكى كسانو ته مرگ ژوبله اوښتى ده .


ديادونى وړده چى دهلمندولايت مركزلښكرگاه ته څيرمه  دبولان په نوم سيمه كى يوه مياشت وړاندى هم دملكى كسانو پرسراچه موټر دماين يوه چاودنه وسوه چى دچاودنى له امله يوتن مړ اودرى تنه ژوبل سوى وه .


 ۹-۱۰-۱۳۸۶