کور / تازه خبرونه / د افغانستان ملي اسلامي محاذ د حامد كرزي ملاتړ كوي

د افغانستان ملي اسلامي محاذ د حامد كرزي ملاتړ كوي



د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشرپير سيد احمد ګيلاني د ۱۳۸۸  هجريل د كال د جمهوري رياست په ټاكنو كې د ښاغلى حامد كرزي ملاتړ كوي.
    محاذ ملي اسلامي ته يوې نږدې سرچينې زموږ خبريال ته وويل چې د هغو اوږدو خبرو او دوامدارو ليدنو كتنو په نتيجه كې چې له څو مياشتو راهيسې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ او د ښاغلي حامد كرزي او د هغه د ډلې تر منځ روانې وې  دواړه خواوې پرون يوې موافقې ته ورسېدل.
     په دى خبرو كې د ملي اسلامي محاذ  مشر تابه په دې ټينګار كاوه چې بايد د سولي بهير پياوړى او نور له دې جنګ ځپلي هيواد څخه د جنګ لمنه ټوله شى.
    دده په اند دا كار هغه وخت تر سره كېدى شى چې دولتي اداره پياوړې او له ادارى فساد سره يوازې په خوله نه، بلكې په عمل كې په كلكه مبارزه وشي ، د هېواد چارې د مصلحت په اساس نه ،بلكې د لياقت، تقوا، وطندوستۍ او اهليت پر اساس خلكو ته وسپارل شي.
    همدارنګه په رښتينې توګه د ملي وحدت د جوړېدو او ټينګېدو لپاره كارو شي. نور بايد په هيواد كې دموراوميرې سلوك پاى ته ورسېږي. داسې  چې د هيواد په يوه سيمه كې د جنګ اوربل وي او د ښوونځيو دروازې تړلې  او په بله سيمه كې خلك د ژوند له ټولو امكاناتو برخمن وي.
    خبر زياتوي چې پير سيداحمد ګيلاني د دې تر څنګ د يو پياوړي نظام لپاره پر حامد كرزي ګڼ نور شرطونه هم ايښي دي سرچينې دا هم ويلې چې د محاذ او كرزې تر منځ توافق ښايي ډېر ژر په همدې اونۍ كې رسماَ اعلان شي.