ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مې 25th, 2009


نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۵ نیټه.



د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې په تهران کې د افغان، پاکستاني او ایراني مشرانو ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته په اشارې ددوې په حواله لیکلي دي چې دا درې واړه هیوادونه زیاتې ستونزې، اړتیاوې او فرصتونه لري.


ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د استخباراتي ادارو فعالیتونو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره د تړلو ډلو ترمنځ تفرقه واچوي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو په خلاف روان پوځي عملیات څیړلي خو ددغه هیواد د یو څیړونکي احمد رشید په حواله يې لیکلي دي چې د پاکستان پوځ د طالبانو مشرانو ته موقع ورکوي چې د جنګ له صحنې وتښتیږي.



د انیس دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ زیاته برخه د تهران غونډې ته خانګړې کړې او د درې واړو مشرانو د خبرو عمده ټکي يې راغستې دي.


ورځپاڼې د ولسمشر کرزي په حواله لیکلي دي که چیرې ایران، افغانستان او پاکستان پخپله کې همکاري ولري نو په سیمه کې به امن ټینګ شي.


ورځپاڼې د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد دا وینا راغستې چې دوې درې واړه وروڼه ځکه راغونډ شوي چې د سیمه ایزو همکاریو لارې وڅیړي.


او ورخپاڼې بیا د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په حواله لیکلي چې دوې کافي بشري ځواک، طبعي سرچینې او لازم امکانات په واک کې لري.



د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په تهران کې په جوړې شوې درې اړخیزې غونډې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د یو کارپوه په حواله لیکلي دي چې ایران په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي د بریالیتوب لپاره هڅه کوي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د عامه افغانانو د وژنې مسله راغستې او پوښتلي دي چې بهرنیان له افغانانو څه غواړي.


په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د قانوني کولو مسله هم راغستل شوې او دا پوښتنه شوې چې ایا اوس د ناټو د ځواکونو حضور غیر قانوني دې.



د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر کرزي او د زلمي خلیلزاد ترمنځ د یوې داسې موافقې خبر ورکړې چې له مخې يې په هیواد کې ملي اجرایوي کمسیون جوړیږي.


ورځپاڼې ددې موافقې مسوده هم خپره کړې او لیکلي دي چې د هغې مشري به د خلیلزاد په غاړه وي.


دې ورځپاڼې هم په تهران کې د افغانستان، پاکستان او ایران د مشرانو ترمنځ جوړه شوې ناسته څیړلې او لیکلي دي چې دا له ایران او پاکستان سره د افغانستان په اړیکو کې د باور د رامنځ ته کولو یوه هڅه ده.



د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد هم پخپله سرمقاله کې د تهران غونډې ته کتنه کړې او د سیمه ایزو همکاریو لپاره د درې واړو هیوادونو د مشرانو هوډ څیړلې دې.


خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د سیمې د بحران په حل کې د افغانستان ، پاکستان او ایران د مشرانو هڅې ګټورې ثابتیدلې شي.



د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په تهران کې د افغان، پاکستاني او ایراني مشرانو ترمنځ درې اړخیزې غوندې ته ځانګړې کړې او د هغوې دا نظر يې راغستې چې درې واړه هیوادونه له ورته ستونزو سره مخامخ دي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ښوونکې ورځې ته په اشارې چې پرون په ټول هیواد کې نمانځل شوه لیکلي دي چې ددوې د حالت ښه کول خورا مهم دي.


ورځپاڼې یو کارټون هم خپور کړې چې پکې نړۍ ته د پاکستان لخوا د ورپیښو ګواښونو په اړه د نړۍ درک ته اشاره شوې. 

Copyright Larawbar 2007-2024