کور / تازه خبرونه / کابل به د يوې باثباته برېښنا خاوند سي!

کابل به د يوې باثباته برېښنا خاوند سي!

نن شين هو چينايي خبري رسنۍ ته  آسيايي پرمختيايي بانک يا ADB وويل چي د يوې مرستندويي پروسې له لاري به کابل د يوه پراخ او محکم برېښنايي سيسټم خاوند سي.
دغه د ٤٢٠ کېلومترو په اوږدو برېښنالېږدوونکى نظام د امريکا، جرمني، جاپان، هندوستان، نړيوال، آسيايي پرمختيايي او اسلامي انکشافي بانکونو په ګډه مالي مرسته رغول سوى او د ازبکستان- افغانستان تر منځ د پرتې په نړيواله کچه کړاوجني غرنۍ لړۍ څخه رااړول سوى دى. دا خبره د آسيايي پرمختيايي بانک د منځنۍ او ختيزي آسيا څانګي مشر جون ميرنډا مطبوعاتو ته وکړه او پسې زياته يې کړه:
(تقريباً تر يوه نسل وروسته په لومړي ځل  د کابل څلور ميليونه اوسېدونکي د برېښنا له يوې باثباته او محکمې سرچينې څخه خوند اخيستلاى سي)
د نوموړي په خبره: 
(دا په افغانستان کي تر ټولو لويه ترسره کېدونکي بيارغاونيزه پروژه ده، چي د نوموړي هيواد د ورانيو د بياجوړوني سره په تړاو د آسيايي پرمختيايي بانک ژمنتيا ښکاره کوي)
د نوموړي بانک د افغانستان د څانګي مشر کرېګ سټيفنسن وويل چي دغه کار له برېښنا څخه د يو شمېر نورو بې برخو سيمو د روښانولو پر لار لومړنى ګام دى.
د ده په خبره آسيايي پرمختيايي بانک همدارنګه له تاجکستان څخه د زياتي برېښنا راکشولو لپاره د ٥٦.٥ ميليونه امريکايي ډالره پور ورکولو په هڅه کي دى او ٥٠ ميليونه امريکايي ډالره پور به هم هغو ١.٢ ميليونو وګړو ته د برق وروستلو پر سر ولګول سي چي د افغانستان په کليو کي اوسي.