د کندهار بې فرهنګه چارواکي

د لراوبر اداره | مې 25th, 2009


په ژړا باندي چا ندي، سرې ماڼۍ ابادي کړي
په ښېرو باندي چا ندي، مړې پېړۍ ازادي کړي


دا ستا زور پښتو او توره، ستا د سرې ويني غورځنګ
چي دا ښکلى سر دي ټيټ شي، ځوانه ډېر ښکاري بدرنګ


ستا دا لاس د قسمت لاس دي، ورانول جوړول دوى کا
ستا په سترګو کښې اجل دى، ورکول سوځول دوى کا


پاڅه وښيه دنيا ته، د پښتون د بچو ننګ
پاڅه واوروه شغال ته، د ويستلو تورو شرنګ   (غني)



د کندهار د انار ګل په مشاعره کي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار، د کندهار د پوهنتون محصلين عزت الله اميد، او غلام محمد حميدي، او نورو ليکوالانو وهل او سپکاوى په حقيقت کي افغاني فرهنګ او ثقافت ته څرګند اهانت او سپکاوىګڼم. په يوه رسمي مجلس کي د کندهار پر فرهنګيانو باندي وحشيانه بريد د بې فرهنګۍ، بې سوادۍ، او خرتوب څرګند علايم بولم. د کندهار د چارواکو دا عمل په کلکه غندم. او د خداى لعنت پر وايم. په يوه فرهنګي غونډه کي، د يو شمېر هڅاندو ځوانانو پرخلاف د کندهار د شرير او بې سواده ښاروال غلام حيدر حميدي، او د کندهار د ملي امنيت يا “ملي شر” د لنډغرو ناځوانمردانه بريد غندم.


په ډېره خواشنۍ سره بايد ووايم چي د کندهار د والي ښاغلي توريالي ويسا او د مطبوعاتو او کلتور ريس ښاغلي عبدالمجيد بابي څخه د يوه داسی کرغېړن عمل هيڅ تمه نوه.  ښاغلى ويسا يو ډاکټر، په خارج کي عالي تحصيلات کړي، او په اکاډميکي روحيې او اخلاقو باندي پوه، او ها بل د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کي د استاد حبيبي پر چوکۍ ناست، ليکوال، او وخت نا وخت د انساني شعور، پښتو، او فرهنګ خبري لا هم کوه. د دوى په امر د يو شمېر فرهنګيانو پر خلاف يو داسي سپک اقدام  اصلا له تصوره بهر خبره ده. ځکه د فرهنګيانو سپکاوى او توهين د جاهلانو او جابرانو کار دى. خو څه ښه وايي:  (چي اوسې په خوی به د هغو سې.)

بلخوا، د دغه جنايت په ارتباط د ښاغلى ډاکټر اشرف غني له دريځ او اقدام څخه سل په سل دفاع کوم. پدې برخه د هغه سره خپل ملاتړ اعلانوم.  دغه راز، د ډاکټر اشرف غني څخه غواړم چي د دغه کرغېړن جنايت پر ضد د يوه پراخ او سراسري اعتراض بند و بست هم وکړي.  ځکه که چيري د کزري د غوجل له ډانګيانو سره نېغ په نېغه مبارزه ونسي، زه يقين لرم چي د انتخاباتي کمپېن په ترڅ کي به د ښاغلي اشرف غني پر نورو مخلصو او پاکو پلويانو باندي همدا ډول ناځوانمردانه حملې لا پسي ډېري سي. د کرزي پلويان يوه ترهېدلی ګورم ته پاته کېږي. هغوی پوهېږی چی که چيری په راتلونکی انتخاباتو کی ناکامه سی، ضرور به د خلکو له انتقام او موجه قهر سره مخامخ سی. همدا وجه ده چی لکه وحشی ځناور هري خواته خوله اچوي. مګر حقيقت دا دی چی دکرزي د کيسه بريو، لوټ او تالان د ختمېدو وخت را رسېدلی دی، او د حساب و کتاب، شفافيت، او مسوليت وخت راتلونکی دی.

کرزى او د هغه ناشولټه پلويان پدې ښه پوهېږي چي په افغانانو کي سخت منفور او رټل سوى دى. هغوى پوهېږي چي يوازي او يوازي د خارجي عسکرو په زور او مټ حکومت کوي، او د بې ننګۍ او شرم ژوند ته  ادامه ورکوي. هغوى پوهېږي چي په شفافو او منصفانه انتخاباتو کي به ضرور مات سي، نو بنا سر له اوسه يې لا بدماشيو او جنايتونو ته ملاوي تړلي دي، او غواړي چي خلک وبېروي. وحشت او ټرور ايجاد کړي. سياسي اختناق او ډآر خور کړي. ليکوال او قلم مات کړي.  حق او رشتيا وځپي. او د افغان ولس د رشتينو بچيانو خولې بندي او ماتي کړي. 


مګر ګرده افغانان په تېره بيا معلمان، محصلين، او باشعوره ځوانان بايد د کرزي د دغه کرغېړن عمل په مقابل کي سخت مقاومت وکي. لاسونه سره يو کړي. پر يوه واحد سياسي مرکز باندي راغونډ سي، او کرزى داسي مات او زبون کړي چي بيا د هغه غوندي يو بل ګوډاګى د دې جرات ونکړي چي د افغان ولس پر بې دفاع بچيانو باندي لاس پورته کړي. هغوى تهديد او وډبوي. افغان منورين مجبوره دي چي د کرزي په مشرۍ د دغه غير ډيموکراتيک جريان په مقابل يو موټي سي. هملاسي، همکاري، او همغږي راولي. خپل اواز اوچت کړي. او له اوسني حاکمو داړمارانو سره ډغري ووهي. لنډه داچي د کرزي ماتول د افغان ولس کاميابي ده، او  بر عکس د هغه برى د افغان ملت ماتې او تباهي ده. 

بله خبره دا ده چی د کندهار پر فرهنګيانو باندی حمله د کرزي ټولو مخالفانو ته يو څرګند سياسی پيغام هم لری، او هغه دا چی د کرزي پر خلاف عمل کول، بد عواقب لری. زه پدې عقيده يم چي په راتلونکو انتخاباتو کی به د کرزی د غوجل ډانګيان سخت فعاله سی. هغوى به له هري وسيلې څخه استفاده وکړي.  د هغوى تر ټولو مهمه وسله د ډار او ټرور خورول دي. د رشوت او پيسو شندل دي.  د رسمي مقامونو ورکول دي. او باالاخره د ډاکټر احدي غوندي افغان ضد، مذبذبو، او مبتذلو عناصرو تطميع کول دي.

کرزى او د هغه پلويان پوهېږي چي دا ځل د هغوى لپاره په پښتني سيمو کي هيڅ ملاتړ نسته، نو بنا هغوى غواړي چي پدې سيمو کي د هر ډول رايه اچولو مخه ونيسي. هغوى ګومان کوي چي افغان ولس دونه کمزورى او دردېدلى چي د هيڅ ډول مقاومت توان نلري. هغوى غواړي چي پښتانه تر دايمي فشار لاندي وساتي. نو بنا، د دغه شرير جريان ختمول پکار دي. د کرزي او د هغه له افغان ضد ټيم سره مقابله پکار ده. والسلام. 

Copyright Larawbar 2007-2024