کور / سياسي / د فخر افغان، باچاخان ارمانونو پر لار

د فخر افغان، باچاخان ارمانونو پر لار

ليکنه: غلام محمد زرملوال

“رژېدلې ګُلپاڼې”

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير، ډېويډ ميلا بانډ، پدې وروستيو کې د افغانستان په هکله د برتانيا کړنلاره غلطه وبلله، ويل دوى “د بُن په غونډه [٢٠٠١ کال دسامبر] کې” د دې غلطۍ مرتکب شول. ميلابانډ وايي چې په بُن کې مو “د فاتحينو حکومت” جوړ کړ، د افغانستان “پښتنو قبايلو” ته مو ونډه ورنکړه.

 د برتانيا د بهرنيو چارو وزير دا خبره پداسې وخت کې کوله چې د افغانانو ژوند، مال، کور، جايداد او هر څه نور يې په کندهار، هلمند، فراه، پکتيا، کنړ، سوات، بُنېر، ملکنډ، شمالي او سهيلي وزيرستان او او د لر و بر افغان ګرد هيواد د پرنګي او پنجابي پوځ تر هوايي بمونو او توپونو تر اور لاندې وو.

 ميلابانډ ـ پداسې حال کې چې د افغان ملت غميزه ګواکې يواځې له بُن څخه راپُنڅېدلې ښيي؛ او پر زړه يې نه هوارېږي چې تر پنځوس مليونه زيات پښتانه يو ملت وبلي، بلکې “افغان قبايل” يې يادوي ـ د افغانانو د وژلو او نابودولو پر هغو اساسي علتونو پټه خوله پاتې کېږي چې د ده د ښکېلاکګرو نيکونو له خوا په سيمه کې ميراث پاتې شوي دي. نوموړى پدې واقعيت له ويلو ډډه کوي چې د ګرد افغان ملت پر تن دا هغه دوه سوه او نهه کلن ناسور زخم دى چې د برتانوي کلونياليزم پر لاس پرې اېښودل شوى دى.

 د پښتنو په اړه د ميلابانډ د تمساح-ډوله اوښو تر تويولو نه اټکل يوه اونۍ د مخه د زاړه کلونياليزم يوه بل سرسخت حامي، د بهرنيو چارو يو پخوانى وزير، جيرالډ کافمن، له بي بي سي او نورو انګريزي پروپاګندي دستګاو سره په مرکه کې پدې اړه تبصره کوي وايي چې د افغانستان د کشالې د حل لپاره کابل بايد “ډيورند لاين په رسميت وپېژني.” يانې هغه “خيالي” کرښه، چې تر نوم لاندې يې پرنګي ـ افغانان، د افغانانو خاوره په رڼا ورځ لوټلې؛ نه پر ځمکه وجود لري او نه پر کاغذ؛ نه کوم افغان منلې ده او نه کوم حقوقي حيثيت لري. نو پدې ډول، د افغانانو په اړه د ډېويډ ميلابانډ څرګندونې، د پرنګي کلونياليزم د ټېپيک دوه مخي سياست غولوونکى مخ، او د کافمن تبصره يې د رښتينى مخ ښکارندويه ده.

 زاړه کلونياليزم په سيمه کې د خپلو ناروا ګټو او له افغان ملت نه د په رڼا ورځ لوټلو خاورو د خپلولو پر موخه د اېښودلو کږلو څليو د خوندي ساتلو لپاره، تر دوه پېړۍ ډېره موده افغان ملت وژلى، بېکوره کړي، نابود او له هر ډول ښېرازۍ څخه يې لرې او محروم ساتلي دي. او د همدې “ډېورند لاين” د په “رسميت پېژندلو” لپاره وو چې پنجابي راجه-جرنيلانو افغانان د تېرو ٣٥ کلونو په بهير کې په وينو او اور کې ولمبول؛ او په وروستۍ تکل، جرنيل پرويز مشرف هڅه کوله ـ د اسرائيلو پر څېر ـ پرې ازغن سيم ولګوي.

 فخر افغان، باچا خان د افغان ملت پر ضد د دې نادودو پر خلاف ٣٣ کاله د پرنګي او ورپسې پنجابي راجه-جرنيلانو په جېلونو کې تېر کړي وو. پداسې حال کې چې د هند د ازادۍ د نُهضت په لار کې يې تر نورو زياتې قربانۍ ورکړې وې، خو د خپلواکۍ مېوه ترې نورو ولوټله او افغانان ـ لدې کبله چې د خپلو روا حقوقو د غوښتلو پر ګناه، کلونياليزم خپل سرسخت دښمنان تلقي کړي وو ـ له هر څه بې برخې پاتې شول. د راجه-جرنيلي پاکستان د زېږونې پر ١٨ کلونو کې، باچا خان ١٥ کاله په بند او د زرګونو خدايي خدمتګارو وجودونه يې د مسلم ليګ د “اسلامي تازينو” پر پرهارونو پوښلي وو. که کينه کښ غليم نن په سوات بمونه اوروي، سبا به په پېښور او چارسده کې همداسې کېږي. د نن ورځې کينه کښ دښمن کټ مټ پر هماغه ژبه خبرې کوي، لکه څنګه چې په ١٨٩٧ کال پر سوات د ګوليو اورولو پر مهال،

 پرنګي لښکرو کولې:

 “We must finish them once and for all.”

  باچاخان وايي:

 په ١٩٤٦ کال، لارد وېول، په لنډي کوتل کې د يوې وينا په ترڅ کې له پښتنو سره ژمنه کړې وه چې “د اعلىحضرت امپراتور حکومت له خوا تاسو ته ډاډ درکوم چې په هند کې راتلونکى سياسي بدلون به ستاسو د خپلواکۍ پر حق هېڅ اغېزه ونکړي.” هېڅ کومه پښتني جرګه په تقنيني اسامبله کې نه وه ناسته؛ نه يې له چا سره د يوځاى کېدو کوم لاسوند لاسليک کړى و؛ او نه هم د پښتنو قبايلو هېڅ يوه مشر د خپلو خلکو له لوري استازولي کړې وه. پر هغوى پاکستان هماسې خېټه واچوله؛ پرې يې پرله پسې بمونه اورول ترڅو يې په زور تابع کړي. خو هغوى نه ماتېدل…

 ايوب خان زما احترام کوي، او کاکا راته وايي. خو هغه د پښتونستان ښېرازۍ نه غواړي. نو ايوب خان څنګه پښتون دى چې د پښتنو د بربادۍ ملا يې تړلې ده ؟ په پاکستان کې پر پښتنو اعتماد نه کېږي. پښتانه جنرالان له اردو څخه شړل کېږي؛ او عام پښتانه، د دې لپاره چې له خپلو خلکو سره يې اړېکي وشلېږي، له خپلو سيمو يستل کېږي…

 په زرګونو پښتانه د پخوانيو [پرنګي] استبدادګرو پر لاس وژل شوي دي. او د برتانوي او پاکستاني پاليسيو په پايله کې، په لکونو پښتانه ـ چې په اسيا کې د يوه پياوړي ملت په توګه به يې د بشر خدمت کړى واى ـ وېشل شوي، ويجاړ شوي او په تدريجي توګه د نړۍ د نخچې له مخې له د ورکولو له تکل سره مخ دي. زما د نن ورځې مبارزه د دې نا عدالتيو پر خلاف ده. ايا پښتنو کومه ګناه کړې ده چې د هغې له کبله دې د تاريخ له پاڼو ورک شي ـ له خپلو خاورو محروم؛ او د غلامولو په ترڅ کې د نابودۍ ګړنګ ته ورټېله شي.

 زه غواړم چې له بلوچستان تر چترال پورې خواراه-واره پښتانه په يوه ټولنه، يوه ورورولۍ کې سره وپېيم ترڅو په خپل غم او ښادي کې سره شريک او د بشر په خدمت کې حياتي رول ولوبوي. موږ د دښمن له خوا په نړۍ کې تور انځور شوي يو. بهرني ورونه پر موږ تړل شوي دي، هيڅوک اجازه نه لري چې موږ ته راورسېږي ـ او موږ د نامتمدينو وحشي قبايلو په څېره انځور کړل شوي يو…

 له مغُلو تر انګرېزانو او بيا تر پاکستاني رژيم پورې، د پېړيو اوږدو تياره شپو په بهير کې زموږ بېګناه ولس تر استبداد لاندې دى… هغوى په نادره توګه په سوله کې ژوند ته پرېښودل شوي دي … دوى په پېړيو- پېړيو سوله نه ده ليدلې؛ په پرله پسې توګه د بمونو، جګړو او ډلوژنو نښه شوي دي. نه ښوونځى لري او نه روغتون. لکه د غرلمنو سارايي ګلانو پر څېر، هغوى پخپله غوړېږي او [له يوې خولې خندا] وروسته مړاوي، او ((رژېدلې ګلپاڼې)) يې زېړېږي… نه پوهېږم چې دا ناکاره نړۍ ترې څه غواړي. نړۍ بايد پر دې ښکلو، ځوانکيو او تندرستو نجونو او هلکانو ـ پرې د سړي-خورو د ورخوشي کولو پرځاى چې ويې داړي ـ مينه او زړه-سوى کړى واى. زه پدې ارمان يم چې دا زړور، وطنپال او غيرتمن پښتانه د اجنبيانو له استبداده وژغورم؛ او ورته يوه ازاده نړۍ جوړه کړم چېرته چې په سوله، ښېرازۍ او خوښۍ کې ژوند وکړاى شي.

 غواړم هغه ځمکه ښکل کړم چې د ظالمانو پر لاس د نړېدلو کوررونو پر سر يې هواره ده. غواړم چې په خپلو لاسونو په وينو رنګ جامې يې ومينځم. غواړم چې د هغوى کوڅې او غريبانه جونګړې جارو کړم. غواړم چې د ګردې نړۍ پر وړاندې هغوى پر لوړ سر پر خپلو پښو ودرېږي، او ورپسې غواړم نړيوالو ته چلنج ورکړم چې ((ماته د دوى په شان بل پتمن، ارام او باکلتوره توکم [نژاد] راوښياست.))

***

In 1946 Lord Wavell, in an address delivered in Landi Kotal: “On behalf of His Majesty’s Government I give you an assurance that the coming political changes in India shall not affect your right to freedom.” No Pakhtun Jirga sat in any Constituent Assembly or signed any instrument of accession and no leader of the Pakhtun tribals acted on their people’s behalf. They were just grabbed by Pakistan. They were even repeatedly bombed to compel them to submit. But they would not bend.

 “Ayub Khan has regard for me,” … “He calls me uncle. But he is not for the prosperity of Pakhtunistan. What sort of a Pathan is Ayub Khan when he is bringing ruin upon the Pathans. In Pakistan the Pathans are not trusted. Pathan generals have been sacked from the army and Pathan civilians are being externed from their own areas so they keep no contact with their own people…

 “Thousands of people were murdered by the ancient tyrants. And as a result of British and Pakistani authorities, lakhs of Pakhtuns who could have been a strong nation in Asia and served the cause of humanity, have been divided and devastated, gradually erased from the map of the world and wiped out. My crusade today is against this injustice. What crimes have the gentle Pakhtuns committed that they should be erased from the pages of history, deprived of their land and through serfdom pushed to their doom!

 “I want to knit the divided tribes of the Pakhtuns, spread out from Baluchistan to Chitral, into one community, one brotherhood, so that they can share their sorrows and sufferings and can play a vital role in serving humanity. We have been painted black in the eyes of the world by aliens. The doors are shut upon us, none iis allowed to reach us, and we have been presented as a collection of uncivilized, wild tribes… During all these dark and evil days fro centuries, spreading from the Mogul reign to British rule and Pakistani regime, these helpless people have been subjected to tyranny… They seldom enjoy a long spell of peaceful coexistence … for centuries they have known no peace. They have been repeatedly ravaged by bombardment, war and massacre. Their territory is a war zone, a training ground for imperialist powers. They have no schools or hospitals. Like untended, wild daisies, they bloom and fade away in mountain ridges. All the necessities of life are denied to them … I wonder what the pathetic world expects of them! The world should have lavished love and sympathy on these handsome, healthy youthful girls and boys; instead man-eaters have been let loose on them and injury has been added to insult. I long to save the gentle, brave, proud, patriotic and chivalrous Pakhtuns from the tyranny of aliens and create for them a free world, where they can grow in peace, comfort and happiness.

 “I want to kiss the earth heaped on the ruins of their homes devastated by brutal people. With my own hands I want to wash their blood-stained cloths. I want to sweep their lanes and humble mud huts. Before the eyes of the world I want them to stand on their legs with head erect, and then want to throw this challenge: ‘Show me another decent, gentle and cultured race like them!’

Faith is a battle. The faithful fights to the end. He needs no weapon.

Fakhr-e Afghan,

Kabul, 31 August 1965

***

اوس دا وخت دى چې ټول پښتون ملت به د باچاخان پر پلونو پل اېږدي؛ د غليم تر بمونو لاندې خپلو لوڼو-زامنو پر وينو لژندې جامې به مينځي او پر پرهارونو به يې پټۍ اېږدي. دلته د طالب او ناطالب، ملا او ناملا، ږيرور او بې ږيرې خبره نه ده؛ ګرد پنځوس مليونه پښتون په يوه توپاني بېړۍ کې د دښمن تر بمونو لاندې دى. په وړو ګيلو-پلمو ځان غولول په کار نه دي. د خپلې بشپړې ازادۍ لپاره ځان چمتو کول؛ زموږ د تاريخي دښمن پېژندل او پر نښه کول په کار دي.

سپى دُرمه چيچي د غشي

پړانګ حمله په تيرانداز کاکا!

خوشحال بابا

يا ربه توفيق!

غلام محمد زرملوال