کور / تازه خبرونه / افغان سېلاوونو ٩٤تنه مړه او په زرګونو بې کوره کړل

افغان سېلاوونو ٩٤تنه مړه او په زرګونو بې کوره کړل

په شمالي افغانستان کي د مې مياشتي له ٢٠مي نېټې راپه دې خوا درنو سېلاوونو او ځمک ښويېدنو ٩٤ تنه مړه او په زرګونو کورنۍ بې کوره کړي دي. دغه خبر پرون د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا خپور سوى دى.


 


په بشري چارو کي د ملګرو ملتونو د همکارۍ دفتر يا OCHA په خپل يوه بيان کي ويلي چي:


پر پنځو شمالي ولايتونو تر يوه سخت اورښت وروسته په ٢٠٧ کليو کي نژدې ٨٠٠٠ کورونه پوره يا نيمه له منځه ولاړل چي په پايله کي يې تقريباً ١٣٦٨٩ کورنۍ متاثره سوې.


 


همدارنګه د ياد سوي توند اورښت له امله د راغلو سېلاوونو په نتيجه کي ١٠٠ پلونه او د ٦٠٠ کېلومترو په شاوخوا کي سړکونه هم ويجاړ سوي او له کاره لوېدلي دي.


 


پاته دي نه وي چي د دې مياشتي په اواخرو کي په شمالي صفحاتو کي راغلي سېلاو نژدې ٣٠ نور وګړي هم تر خپل ستوني تېر کړل.


 


خاورين کورونه، چي د افغانستان په کليواله برخه کي ډېر مروج دي، په ځانګړې توګه د طبيعي آفتونو ښکار ګرځي او دا په داسي حال کي ده چي د دغه هيواد زياته حصه د زلزلو، سېلاوونو او ځمک ښويېدنو له ګواښ سره مخ ده.