کور / کیسه / سیاست یا پولیتیکس

سیاست یا پولیتیکس

څخه مشتق شوی. دا هم ویلایشی Politique په شپاړسمه پیړی کی د یو اروپایی سیاستمدار نوم وو د ملک د سلیمی اداری چلولو لپاره یی خپله عقیده ، باور او احساسات چی د دولت په چاروکی قربانی کړی وو کار نه وو اخیستی.
 
مگر اکثره علما وایی چی Politics د لاتین کلمی پولس څخه اخیستل شوی او پولس د حکومت اویا حکومتداری معنی ورکوی.
 
نو کولای شو چی ووایو: سیاست یو علم،فن،یا داس هنر دی چی ددی په اساس جامعه کولای شی یو مؤثر ه اداره جوړه کړی اود دولت داخلی او خارجی چاری ددی هنر په اساس په دنیا کی مخ په وړاندی وړلوته کولای شو سیاست ووایو.
د سیاست فن په خپل ذات کی د قوت یا power سره ډیرکلک ارتباط لری او د بعضی تکتیکونو داستخدام په اساس د یو منظمی او ارامی فضا دبیا راوستلو لپاره پالیسی جوړونکی علم دی.
 
ناپلیون وایی : سیاستمدار یا سیاستپوه هغه سړی ته ویلایشی چی د سبا،یومیاشت پس او یوکال بعد پیش بینی وکړی او بیا وکولای شی داسی دلائل راوړی چی وکولای شی تشریح یی کړی او بیاد هغو حوادثو د نه مینځ ته راتلو تضمین ورکړی.
 
مکاویلی چی په اسلام نړی کی ورته مونږ یو انسانی شیطان وایو داسی وایی: حق همیشه د زورو سره دی مقتدر باید خپل د قدرت څخه په بشپړه توگه استفاده وکړی او د خپل ځان په گټه د بیوزلو او فقیرو لپاره یولړ قوانین وضعه کړی. دا دناتوان او ضعیف سړی دنده ده چی د قوی سړی خدمت او سر ټیټونه و کړی. قوی سړی باید همیشه خدمتگاران پیداکړی. دده مشهور کتاب شهزاده کی وایی چی خپل هدف ته د رسیدولو لپاره د هرقسمه (مشروع-او نامشروع) اعمالوته غاړه ایښودل اقتدار ته د رسیدلولپاره یو ډیر اهم شرط بولی.
 
نور بیا
 
مآخذونه
Introduction to Political Science By Siraj and Moten, IIUM
The Prince
Wekipedia.com
www.Taand.com
 
سرپاڼه