په هلمند کي ټوکيدلي ګلونه له چاپه را ووتل

محمد هارون خپل شعشعي | مې 28th, 2009


په هلمند کي ټوکيدلي ګلونه د هغه کوچني کتاب نوم دى چي په دې وروستيو کي چاپ او خپور سوى دى . ياد کتاب چي ليکوال او چمتو کوونکي يې هلمند ميشت فرهنګپال الحاج محمد اسماعيل شريعت يار دى د خپل دې کتاب په ٥٨ مخونو کي يې د ٢٤ بيلابيلو شاعرانو ژوندليکونه ، شعرونه او عکسونه په تر تيب سره اوډلي دي ، په هلمند کي ټوکيدلي ګلونه په نوم کتاب په هلمندکي د بُست فرهنګي ټولني په مالي لګښت په زرو ټوکو کي چاپ سوى دى ، د کتاب د ډيزاين او کاغر کيفيت يې نسبتاً ټيټ دى د کتاب ليکوال په دې اړه وويل (( د د ې کتاب د ټيټ کيفيت يوازنى علت د چاپ ځاى لري والى دى چي موږ نسوه کولاى هغوى ته خپله خوښه ورسوو )) شريعتيار دا هم وويل چي دوى ددې کتاب په چاپولو کي د تير په څير اقتصادي ستونزي نه لرلي . د کتاب ليکوال محمد اسماعيل شريعت يار ددې کتاب په اړه دا هم وويل چي دا کتاب درې برخي لري چي دوه ټوکه به يې نور هم ډير ژر چاپ سي . د يادولو ده چي تر دې مخکي د هلمندي شاعرانو لپاره ځانګړې کومه تذکره نوه موجوده .
ددې کتاب سره د شريعت يار د تاليفاتو شمير دريو ته و رسيد مخکي له دې نوموړي ( لاهو يادونه ) شعري ټولګه آو ( زوړ افق نوې رڼا ) د نقشبديه طريقې د صوفيانو تذکره هم چاپ کړېده

Copyright Larawbar 2007-2024