کور / نثر / واوره او عمل پري وکړه

واوره او عمل پري وکړه

– هیڅوک او یا هیڅ شی له الله سره مه شریکوه.
-2. له مور او پلار سره نیک چلند کوه.
-3. پوه شه چی هیڅ شی له الله ج نه پټ نه دی.
-4. لمونځ هغه قسم چی ښائی اداء کړه.
-5. د نورو نصیحتونه او مشوری مه هیروه.
-6. له بدکارو نه هیڅ وخت د نیکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.
-7. له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
-8. په لاره تللو کی درمیانه اوسیږه.
-9. په نورو باندی مه په غصه کیژه او ورسره په نرمۍ خبری کوه.
-10. په هغه څه چی نورو ته یی نصیحت کوی خپله پری زر عمل کوه.
-11. لږ خبری کوه.
-12. خپل رازونه دی فقط له ځانه سره وساته.
-13. هغه دوست ته دوست ووایه چی په سختۍ کی در په کار شوی وی.
-14. له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
-15. له عالمانو او هوښیارو خلکو سره تعلقات وساته.
-16.په کاروبار او نیک کار کی جدی اوسه.
-17. د ځلمیتوب ورځی دی غنیمت وشمیره.
-18. د دوستانو احترام کوه.
-19. د مور او پلار وجود غنمیت وشمیره.
-20. ښوونکی د مور او پلار په څیر وگڼه.
-21. په ټولو کارونو کی میانه حاله و اوسه.
-22. اولاد ته دی اسلام او دینداری ور وښایه.
-23. په لږ ویلو، لږ خوړلو او لږ ویده کیدلو ځان عادت کړه.
-24. د نورو کومک او یاری ته مه منتظریږه.
-25. هیڅ کار مخکی له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
-26. د نن کار سبا ته مه پریږده.
-27. له مشرانو سره اوږدی خبری مه کوه.
-28. محتاجان له خپل مال او دارایی نه مه محروموه.
-29. تیره شوی دعوه او دشمنی مه تازه کوه.
-30. د نورو نیک کار په خپل ځانه مه تپه.
-31. له خپلوانو سره خپلوی مه پری کوه.
-32. د ولاړو خلکو په حضور کی مه کینه.
-33. هیڅوک د چا په مخکی مه رسوا کوه.
-34. ویل شوی خبره بار بار مه تکراروه.
-35. د زنانه ئی خوی او لباس نه ډډه وکړه.
-36. په بدکارۍ کی له چاسره لاس مه یو کوه.
-37. په هیڅ کار کی عجله مه کوه.
-38. د خبرو په وخت کی د نورو خبری مه پری کوه.
-39. د خلکو په اصلاح کی یوه زره سستی هم مه کوه.
-40. ادب او عاجزی هیڅکله هم مه هیروه.
-41. له الله ج سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلیږه.
-42. د مشرانو احترام او په کشرانو نرمی کوه.
-43. د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
-44. عمر او روزی په حساب او کتاب ده، نو له هیچانه مه ډاریږه او مه تری طمع کوه.
-45. عمر د عبادت او بنده گی لپاره غنیمت وشماره.
-46. هغه څه چی الله ج درکړی پری خوښ اوسه.
-47. له نیکو او ایماندارو خلکو سره مشوره کوه.
-48. مصرف دی له پیداوار نه کم ساته.
-49. هر څومره چی کولاشی میلمه سره مهربانه اوسه.
-50. د ښځی او اولاد د بی ځایه غوښتنو پیروی مه کوه.