کور / طنز / تشنابونه او د ښوروا بويونه

تشنابونه او د ښوروا بويونه

زموږ شعبه د تشناب څنګ ته وه، هر همکار چې به تشناب ته تله، نو يو ځل به يې موږ ته د سترګو تر کونجو وکتل، کله چې به مو ورته پام نه و، نو غلی به ننووت او که به مو ورته پام شو، نو سلام به يې راواچاوه . کله چې به د تشناب دروازه بنده وه، نو شعبې ته به راغی او زموږ سره به يې ځان په خبرو بوخت کړ . کله چې به يې د تشناب د دروازې کړپ واورېد، نو سمدلاسه به ولاړ شو او موږ ته به يې وويل : ښه نور مو وخت نه نيسم، بس يوازي ستاسي احترام ته راغلم.


لومړی موږ ته ددغو همکارانو خبرې ستړي کوونکي وې او هسي به مو سر ورسره ښوراوه خو ځينو همکارانو به داسي په زړه پورې کيسې کولې چې سوکه سوکه موږ هم ورسره عادت شولو، تر دې وروسته به موږ خپله د تشناب خواته سترګې نيولي وې چې که کوم څوک ووينو چې بانډار ورسره وکړو. کله چې به مو سهار له کوم همکار سره ستړې مشې نه وه کړې نو پر همدغه وخت به مو راونيو او په غېږ کې به مو داسي کلک ونيو، لکه په کلونو کلونو چې مو نه وي سره ليدلی .


کله چې به يوه همکار نوي کالي اغوستي ول، نو موږ ته به يوه نوې موضوع وه، هغه بېچاره که به څه هم پښې سره مښلې او پرنس به يې لاس تېراوه خو ناچاره و چې موږ ته دخپلو نويو کاليو په باب پوره معلومات راکړي . د ورځې مو اته ساعته کار کاوه چې څلور ساعته به يې د تشناب له لارويانو سره په ستړې مشې کې تېرېدل.


تشناب يوه کړکۍ هم درلوده چې يوه کورته ورخلاصه وه . يوه ورځ د نوموړي کور خاوند راغی ويل، ستاسي د تشناب بدبويۍ موږ ډېر تنګ کړي يو. دشعبې چپړاسي، رمضان اکا مې راوغوښت او ورته ومې ويل چې، دا تشناب ولي داسي بد بوی کوي، نه يې مينځې که څنګه ؟ هغه وويل چې قسم په خدای چې هر سهار يې مينځم، خو خير تر دې وروسته به يې په ورځ کې دوه ځله مينځم . تر دې وروسته رښتيا هم د تشناب بد بويي يو مخ ورکه شوه .


يوه ورځ مې د ښوروا بوی تر سږمو شو، ښه چې ځير شوم نو بوی له تشناب څخه راته، کله چې ورغلم نو ګورم چې په تشناب کې غوړ لوښي پراته دي. رمضان اکا ته مې وويل چې دا غوړ لوښي دلته د څه لپاره پراته دي؟ هغه وويل چې په اشپزخانه کې اوبه نشته، ما ويل غوړ لوښي به دلته پرېمينځم ، ښايي د هغه بوی به وي.


بله ورځ زموږ يوه همکار راته وويل چې له تشناب څخه د اچارو بوی راځي، کله چې ورغلم نو د اچارو يو مرتبان مې پيداکړ چې سر يې خلاص و . ما ويل له يو چا څخه به پاته شوی وي . بله ورځ غرمه چې تشناب ته ورغلم نو د پېرکيو بوی مې تر سږمو شو، رمضان اکا ته مې وويل چې دا څه کيسه ده؟ هغه وويل چې د ګاونډيانو کره پېرکي پخېږي او تر کړکۍ يې بوی زموږ تشناب ته راځي.


تر دې وروسته به هره ورځ له تشناب څخه د ډول ډول خوړو او مېوو بوی راته، چې ورسره د تشناب د مراجعينو شمېر هم ډېرېده . اوس نو تشناب داسي يو ځای و چې کله به ورغلې او دا بويونه به درباندي ولګېدل نو داسي فکر دي نه کاوه چې دادي تشناب وي، تاچې ويل د کابل د ( ښار نو ) د کبابيانو په کوڅه کې يم، دسړي هيڅ زړه نه غوښت چې بيرته دي ځنې راووزي . يوازي دغه يو تشناب نه و چې د ښوروا بويونه ځنې پورته کېدل، بلکې د دفتر د ټولو تشنابونو دغه حال و.


يوه ورځ مې د تشناب له دننه څخه د څو نفرو خبرې واورېدلې. حيران شوم چې دا څه خبره ده؟ ښځې مې ليدلي وې چې په ډله ييز ډول تشناب ته ورځي او ان داچې هلته کيسې هم کوي خو په ډله ييز ډول د نارينه وو ورتګ راته نوې خبره ول . تشناب ته نژدې يو ځای ورته پټ شوم چې دا ښاغلي وپېژنم. کله چې د تشناب دروازه خلاصه شوه نو ګورم چې څلور نفره شېربرېتي ځوانان راووتل، په خندا مې ورته وويل چې يارانو خيريت وچې يو ځای تشناب ته ورغلي واست؟ دوی ويل نن تشناب ته اوبه نه راتلې موږ ويل و به يې ګورو چې څه علت لري؟ زه چې تشناب ته ورغلم نو ګورم چې د تشناب پايپونه رک جوړ دي .


وايي چې د مسکين بخت يو ګړی وي، زموږ دغه ښې ورځې هم اوږدې نه شوې، يوه مياشت وروسته بيا تشناب هغسي بد بوی کاوه، رمضان اکا مې راوغوښت، ورته ومې ويل چې دا تشناب بيا ولي داسي بدبوی کوي، لکه چې سم يې نه مينځې که څنګه؟


_ نه قسم په خدای چې د ورځې يې دوه واره مينځم .


_ نو دا يوه مياشت خو دي هم هره ورځ دوه ځله پرېمنځه، هغه مهال يې ولي داسي بد بوی نه کاوه؟


_ صاحب هغه وخت خو دورځې څو واره پرېمنځل کېده . دوه ځله به ما پرېمنځه او شپږ اووه ځله به نورو همکارانو پرېمنځه.


_ نو دا همکاران چې پر تا دومره زړه سوی لري اوس يې ولي نه منځي؟


_ صاحب هغه خو ټول د روژې برکت و، اوس خو روژه تېره شوه، هغوی اوس په تشناب کې ډوډۍ نه خوري، بلکې د ډوډۍ خونې ته ځي.