کور / شعر / دهماليا غرونه

دهماليا غرونه

 ته پوهيږي هماليا کې زما زړه ده
د کلونه مې ليدو ته يي تلوسه ده
زما دلوړ پامير غرورپکې ښکاريږي
هندوکش او دسپين غريو منظره ده
په هواره کې دا ټول زړونه خيرن دي
پيدا کړاې خداې دغره کوچی پاک زړه ده
د ګنګا سين کې لاهو شه لامبوزنه
هماليا ته به راځم دا مې وعده ده
د سيند غاړی ته را ځه په دمه دمه
تاج محل دشاه جهان نښه دزړه ده
غرنيه د خيرن لاسو د جار شم
هماليا نه پير با با پوری مې زړه ده
هريرود په شانته سيندلري ملګر ی
د کوکچي او دواښان يو منظره ده
د حفيظ د سرپه سترګو ورته ګوره
خړودوړوکې پاميرپه شان ښايسته ده