کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


نیټه:د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۶ نیټه
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو، د افغانستان د روانې وضعې په اړه د مطالبو ترڅنګ بیا هم د تهران د غونډې په اړه بیلا بیلې تبصرې کړي او د هغې پایلې يې څیړلي دي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دې ورځپاڼو ته کتنه کړې او دغه مطالب يې  ترې راغستي دي.


د ارادې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د لوی درستیز دا خبردارې راغستې، چې امریکا په افغانستان کې د وضعې د ښه کولو لپاره یو نیم کال وخت لري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله لیکلي دي، چې په پاکستان کې روان جنګ د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو بهیر ندې زیانمن کړې.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې وړاندوینه کیږي سږ کال به له پاکستان او ایران نه دوه نیم لکه کډوال بیرته راستانه شي.
      ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د چاپیریال او د هوا د ککړتیا په ستونزې تبصره کړې او ددې بحران د حل لپاره یې ځینې وړاندیزونه هم کړیدي.


د هیواد دولتي ورځپاڼه
هیواد د خپل لومړي مخ زیاته برخه بیا هم په تهران کې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته ځانګړې کړې او د ولسمشر کرزي په حواله یې لیکلي دي، چې رښتینې همکاري او متقابل درناوی د سیمې د ستونزو د حل لاره ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا دلوې درستیز وروستیو څرګندونو ته په اشارې، هیله څرګنده کړې، چې تیروتنې جبیره او یو ډراماټیک بدلون راوستلې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا غوښتنه کړې، چې له هغو ولایتونو سره باید زیاتې مرستې وشي، چې د نشه يې توکو له کرکیلې نه يې مخ اړولې دې.


د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د بګرام د زندان په اړه د سي ان ان ټلویزیوني شبکې یو رپورټ راغستې او لیکلي دي، چې د بګرام هیر شوې زندان د هرې ورځې په تیریدو سره لا پراخیږي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د ملي پخلاینې دکمسیون د غړي سید شریف دا وینا راغستې، چې یو شمیر بندیان پرته له دې چې لږول شوي تورونه پرې ثابت شي، له تیرو څلورو کلونو راهیسې په زندان کې دي.
په ورځپاڼه کې د ارزګان ولایت د قومي مشرانو دا غوښتنه هم راغستل شوې، چې بهرني ځواکونه دې خپلسري عملیات بند کړي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د تهران غونډې ته په اشارې لیکلي دي ، چې دې غونډې دا موقع برابره کړه څو افغانستان، پاکستان او ایران د ګډې ستونزې په وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.
خو اصلاح بیا همدې غونډې ته په اشارې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د بحران د حل کونجي په ګانډیو هیوادونو کې د یوشمیر مغرضه کړیو په لاس کې ده.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره په نړیوالو مرستو تبصره کړې او ددغو مرستو د بې ځایه لږیدو لپاره يې پخپله مرستندویان مسؤله بللي دي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، سره له دې چې مرستندویانو ددغو مرستو د کنټرول لپاره افغان دولت ته هیڅ واک ندې ورکړې، خو بیا هم دوې افغان دولت د مرستو د بې ځایه لږولو لپاره تورنوي.
ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه یو کارټون خپور کړې، چې پکې راې ورکوونکو ته دا بیغام ورکړل شوې، چې د راې ورکولو په مهال د هیواد ملي ګټې په پام کې وساتي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې دولتي رسنۍ پدې تورنې کړي، چې د انتخاباتي مبارزو له پیل نه مخکې ولسمشر کرزي ته کمپاین کوي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې لیکلي دي، چې طالبان د فراه ولایت په ولسوالیو کې خپل شرعي قوانین پلي کوي او د یو جومات ملا امام د طالبانو د درې د ټپونو له امله ساه ورکړې.