کور / هراړخیز / د نړۍ په سترو شرکتونو دنوم اېښودنې دليلونه

د نړۍ په سترو شرکتونو دنوم اېښودنې دليلونه

 



 


Adobe


 Adobeشرکت چې زياتره د انځور او فلم په برخه کې کمپيوټري پروګرامونه جوړوي. دا شرکت دهغه سيند نوم دى چې دهمدې شرکت د مشر جان وارناک د کور تر شاه بهېږي.


 


Apple


د ايپل  شرکت دبنسټګر اومشر سټيوجابز دخوښې مېوه مڼه ده ،چې په انگرېزي کې يې Apple  بولي نو له همدې امله يې  په خپل شرکت  ايپل (مڼه) نوم آيښى دى.


Yahoo


له دې ويي څخه په لومړي ځل د ګاليور د سفرونو په کتاب کې استفاده شوې ده، او مانا يې  هغه سړى دى چې ظاهر او کړنې يې ښځمنو ته ورته وي، د ياهو سايټ بنسټ اېښودونکو جري بانگ او ډيويډ فيلو هم ځکه دانوم  پرې ايښى چې دوى خپله هم فکر کاوه  ياهوګان دي.


 


Cisco


ددې شرکت د نومونې دليل د امريکا د متحده ايالتو د سانفرانسيسکو(san Francisco) ښار دى چې د امريکا  د سترو ښارونو څخه شمېرل کېږي


 


 


Google


ګوګل په رياضي کې دهغه ستر عدد نوم دى چې  يو عدد سل صفرونه ولري ، ددې سايټ بنسټګران او چلوونکي په ټوکه کې وايي چې د ګوګل پلټونکى ماشين کولاى شي په همدې شمېر(يو ګوګل اطلاعات) د چوپړ لپاره کتوونکي ته چمتو کړي.


Hotmail


دا سايټ  په اتټرنيټ د برېښناليکونو له سترو برابرونکو شرکتونو څخه دى، ددې پروژې مدير غوښتل ددې سايټ لپاره داسې نوم وټاکي،چې لومړى  يې د ټولو نورو برېښناليکونو د چوپړوالو شرکتونو په ډول  اخر په mail پاى ته رسېدلى وي او هم يې په ويب پاڼه  دلالت وکړي، نو له همدې امله يې د Hotmail نوم ورته وټاکه،د Hotmail په ويي کې Html په ترتيب سره يو په بل پسې ځاى لري.چې له هغه نورو تورو ماسوا هم په مخفف ډول د هاټ ميل غږ ورکوي.


HP


د HP ستر شرکت چې  په نورو برخوسربېره د کمپيوټر، او پرنټر جوړولو په برخه کې هغه د چا خبره سيال نه لري، د دوو کسانو هيولډ بيل او پاکارډ ډيو له خوا بنسټ اېښودل شوى، دا دوه کسان په دې نه سره جوړېدل چې هيولډ پاکارډ نوم پرې کېږدي يا پاکارډ هيولډ.


نو پچه يې سره واچوله، چې بالاخره د هيولډ بېل نوم پکې راووت،  د هيولډ بېل دنوم لومړى تورى ددې شرکت لومړنى حرف او د پاکارډ د نوم د سر تورى يې د دويم توري په توګه وټاکه.


Intel


لکه څنګه چې ددې شرکت بنسټ اېښودونکو لا له هماغه پيل څخه په برېښنايي الاتو کې ټوليزبدلون غوښت نو ځکه يې (integrated  electronics) نوم ،چې لنډون يې INTEL دى کېښود.


.


 


 


Microsoft


ددې شرکت نوم په لومړيو کې micro-softپه ډول ليکل کېده خو د وخت په تېرېدو په اوسنۍ بڼې Microsoftبدل شو، چې دmicro computer software مخفف دى، د نومونې دليل يې هم دادى چې ددې شرکت د بنسټګربېل ګېټس  موخه دا ده چې د مايکرو کمپيوټرونو پوستکالو(سافټ ويرونو)  ته پراختيا او پرمختګ ورکړي.


Motorola


د موټرولا شرکت په لومړيو کې ( بې سيمي او راډيويي)  خدمتونو لپاره جوړ شوى و،خو په هغه وخت کې د بې سيم او د موټرو د راډيو ګانو د جوړولو لپاره victrola ستر شرکت   په خورا ښه پرمختګ کې و ،نو د موټرولا شرکت موسس ښاغلي پال کالوين هم د خپل شرکت نوم موټرولا کېښود ،تر څو دنوم په برخه کې له  سره هم شباهت ولري او په يوه قافيه ادا شي او هم پکې د موټر نوم راشي ،ځکه چې دوى  په هغه وخت کې د موټرونو ته راديو ګانې جوړولې،


Oracle


د اوراکل د شرکت بنسټګرانو لري اليسون .او باب اوټس د شرکت  له جوړولو مخکې د CIA(د امريکا څارګرې ادارې) لپاره په يوه پروژه کار کاوه دا پروژه اوراکل نومېده ،د دوى هڅه زه  چې د ډېرى  اندازه اطلاعاتو له مخې وکړاى شي داپراټور ټولو پوښتل شويو سوالونوته ځواب د اطلاعاتو له زېرمې ورکړي.(اوراکل په يوناني اسطورو کې د االهام الهه وه) دې دوو کسانو د پروژې له پاى ته رسېدو وروسته د کمپيوټري خدمتونو لپاره يو پروګرام جوړ کړ او په همدې نوم(اوراکل) يې ونوماوه.


Red Hat


ددى شرکت موسس مارک اوينګ دى ، په ځوانۍ کې يې له نېکه څخه په سره او لږ څه سپين رنگ يوه ښکلې خولۍ ورپاتې وه ،ددې لپاره ،چې نېکه ډېر پرې ګران و نو دا خولې يې د ياداښت په نوگه له ځان سره ساتلې وه، نو کله چې پوهنتون ته راغى نو خولۍ ترې ورکه شوه،.کله ،چې ددې عامل سيستم لومړنۍ چارې پاى ته ورسېدې نو مارک اوينګ دا سيستم له خپل پوسنکالي ( سافټ وير) سره خپلو دوستانو او ټولګيوالو ته وړاندې کړ ،چې د کارولو د لومړنۍ غونډله يې (( د ورکې شوې سرې خولۍ د تحويل لپاره غوښنتليک) جمله وه ،نو له دې وروسته په همدې نوم مشهور شو.


 


Sony


. د Sonus لاتيني ويي څخه مشتق شوى چې مانا يې غږ او اواز دى.


SUN


 


د استانفورډ پوهنتون څخه څلورو فارغو زده کړيالو ددې شرکت  بنسټ ايښى دى، او   sun  د Stanford university network مخفف دى.