کور / راپور / بلجيم: د ملنګ جان پنځوسم تلين ونمانځل سو

بلجيم: د ملنګ جان پنځوسم تلين ونمانځل سو

په بلجیم کي دافغانانو کلتوري ټولني اوسنی نوم ( په بلجيم کي د افغانانو کلتوري بهير ) دهیواد د نومیالی ملی ولسی شاعر خدای بخښلی ملنګ جان پنځوسم تلین د روان 2007 کا ل دډسمبر دمیاشتې په 29مه نېټه ددغه هېواد په پلازمېنه بروکسل کې د يوې درنې غونډي په ترڅ کي ونمانځه .


غونډي ته د اروپا له يو شمېر هيوادونو څخه ليکوالو ، پوهانو او د ارواښاد ملنګ جان مينه والو ګډون کړئ وو. غونډه د عبدالحمد قتالي له خوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو پېل سوه، د غونډي لومړۍ شېبې د ښاغلي حاجي امين باوري له خوا پر مخ بېول کېده او وروسته بيا تر بيا ښاغلی انجنير حضرت سادات د غونډي چلوونکی و .


 دې غونډي درې برخي لرلې ( راغلي پيغامونه ، د ارواښاد ملنګ جان پر ژوند او شعر څېړنيزي مقالې او ويناوي او مشاعره ) ، د غونډي په پيل کي په بلجيم کي د افغانانو د کلتوري بهير د مشر ښاغلي نجيب احمدزي له خوا پرانستونکې وينا او د ارواښاد ملنګ جان ژوند ليک او د شعر په اړه ليکنه ولوسته سوه .


غونډي ته له بېلابېلو کلتوري ټولنو ، ليکوالو ، پوهانو او د ارواښاد ملنګ جان مينه والو پيغامونه راليږلي وو چي ځيني ولوستل سوه او د يو شمېر نورو په اړه ژمنه وسوه چي د ارواښاد ملنګ جان د پنځوسم تلين د علمي سيمينار د مقالو په غونډ کي به چاپ سي .


غونډي ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت پيغام راليږل سوی و چي ددې راپور په پای کي به يې ولولئ ، ښاغلي ډاکټر سيد نصير احمد په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني پيغام ولوست ، ښاغلي عبدالله احسان د بېنوافرهنګي ټولني ، ښکلا مجلې او بېنوا ويبپاڼي له خوا د پيغامونو د يادوني تر څنګ د لراوبر افغانستان د ويبپاڼي پيغام ولوست ، همدا ډول له ډنمارک څخه د افغانانو د ټولني پيغام ولوستل سو او د سلام فرهنګي ټولني پيغام د ښاغلي انجنير حضرت سادات له خوا ولوستل سو .


 له سويډن څخه د افغانانو دکلتوري ټولني او همدا ډول له اوکراين ، ماسکو، دوبی او افغانستان څخه نور پيغامونه هم رارسيدلي وو چي يادونه يې وسوه . د ارواښاد ملنګ جان نژدې ملګري او استاد سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني له کابله د ټيلفون پر ليکه خپله ارزښتناکه وينا او د ارواښاد ملنګ جان د ژوند خاطرې د غونډي برخه والو ته واورولې .


د غونډي په دوهمه ياعلمي برخه کي دغو ( ددغو ) ښاغليو مقالې ولوستل سوې : حاجي امين باوري  له لندن څخه د ښاغلي اکبر کرګر ليکنه ولوسته ، ښاغلی حاجي محبوب احمدزاده له کاناډا څخه د ښاغلي صبورالله سياسنګ ليکنه ولوسته ، له اينګليستان څخه ښاغلی ډاکټر طارق رشاد خپله ليکنه ولوسته  ، ښاغلي اصغر رحيمي له دنمارک څخه د ښاغلي نصير سهام ليکنه ولوسته ، ښاغلي پوهنمل طلاخان حبيبزي خپله ليکنه ، ښاغلي نيکزاده خپله ليکنه ، ممتاز خليل څو لنډي خبري او ورپسې په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور د ارواښاد ملنګ جان سره د سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني د مرستو او همکاريو په اړه ليکنه ولوسته د يادوني وړ ده چي د پښتو ژبي ځوان ژبپوهاند ماسټر سبستيان هايينه هم په دې غونډه کي برخه اخستې وه ، سبستيان ددوه ويشت کاله عمر لري ، په ژبپوهنه کي يې په دې وروستيو کي ماسټري واخيسته په پنځه ديرشو ژبو خبري ، ليکل او لوستل کولای سي خو د پښتو ژبي سره بې کچي مينه لري ، د سيمينار په سر کي ټاکل سوې وه چي سبستيان به هم دملنګ جان په پنځوسم تلين کي په پښتو ژبه خپله خوږه وينا اوروي خو وروسته يې وويل چي زه غواړم د ارواښاد ملنګ جان په اړه د نورو له ويناو نه خوند واخلم .


 د خوراک څښاک تر تفرېح وروسته


د غونډي دريمه برخه ( مشاعره ) پيل سوه چي دغو شاعرانو برخه پکښي واخيسته: ښاغلو: محمد امين کټوازي، محمد نقيب تره خېل، عاشق الله غريب، کاملې طاهري، محمد داجان يار، علي محمد مجبور ، سید عمر بريالی، پوهنمل حبيبزی، عثمان ، روښان احمدزی او ښاغلي قتالي د ارواښاد ملنګ جان په اړه څو خاطرې او هغه روح ته ددوعا لاس پورته کړ .


وروستې برخه ټنګ ټکور ته ځانګړې سوې وه؛ چي ښاغلي احسان عمري او تبله ږغونکي ممتاز جان له خوا پر مخ بېول کېدل؛ د برخوالو له خوا په تودو چکچکو بدرګه کېدل. د غونډي په پای کي  احسان عمري ، ملګري ممتاز جان او آغلې کاملې طاهرې ته د ګلانو ډالۍ وړادي شوې او همدارنګه له ښاغلي هيواد شېرزاد څخه د غونډي د سمبول او سرلوحې د جوړولو له امله  او هژبر شينواري څخه د ارواښاد ملنګ جان د ښکليو عکسونو جوړولو له امله مننه وسوه او کورودانی ورته وويل سو .


غونډه نژدې د شپې دولس بجې پای ته ورسېده. 


تاسو ددې غونډي پوره انځوريز البم د لراوبر ويبپاڼي (www.larawbar.com  ) په عکسونو ( البم ) کي هم کتلائ سئ .
       


د افغانستان اسلامي جمهوريت                     جمهورى اسلامى افغانستان


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت                      وزارت اطلاعات و فرهنگ


Ministry of Information and Culture


د ويندوى دفتر


نېټه  ٠٥/ ١٠/١٣٨٦


د ولسي شاعر ملنګ جان د پنځوسم تلين په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د  اطلاعاتو او فرهنګ د وزير پيغام .


تر هر څه ړومبى په بلجيم کې د افغانانو کلتوري ټولنې ته د زړه له کومې نيکې هيلې وړاندې کوم چې د خپلو فرهنګي او ادبي هڅو په لړ کې يې د هيواد د نامتو ولسي شاعر د پنځوسم تلين نمانځنې ته اوږه ورکړه .


دا د ګران هيواد او خپل درانه ولس لپاره نيک شګون او د ښې راتلونکې زيرى ګڼم چې افغانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپل کلتور ،فرهنګي او علمي مفاخرو د ساتنې او پالنې لپاره را پاڅيدلي او په دې لاره کې  واقعاً لوى خدمت کوي .ارواښاد ملنګ جان چې زموږ د ولسي شاعرانو په لړ کې يو داسې شاعر دى چې  هر شعر يې د جرس په څير د ويښتابه پيغام لري ، دده شعرونه هم د خپل ولس د هيلو ترجمان دي او هم ولس ته د بيدارۍ نغمې چې دا به زموږ د کلتوري او معنوي پانګې په توګه پاتې وي .د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به  ډير ژر ددغه درانه ولسي شاعر په درناوي د تلپاتې کېدو لپاره يو واټ دده په نامه ونوموي .


له لوى خداى ج څخه د ملنګ جان اروا  ښاده او د خپل فرهنګ او ادب خدمتګاران په خپلو چارو کې بريالي غواړم .


په درنښت


عبدالکريم خُرم


د اطلاعاتو او فرهنګ وزير