کور / تازه خبرونه / خوست:موټربم د ناټو دوه سرتيري ژوبل کړل

خوست:موټربم د ناټو دوه سرتيري ژوبل کړل

پرون ماښام دخوست ولايت ديعقوبيو په ولسوالي کي دايساف ځواکونو په موټر بمي چاودنه وشوه.


دايساف ځواکونه وايي چي په دي بمي چاودنه کي ددوي دوه تنه سرتيري ټپيان شويدي او موټر يي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.


طالب وياند ذبيح الله مجاهد دپيښي پړه په غاړه اخيستي ده او وايي چي په پيښه کي دايساف ځواکونو څلور تنه له منځه وړي دي خو ايساف ځواکونه دا ادعا ردوي او وايي چي ددوي دوه تنه ټپيان شويدي.